تاند- هند وايي چې افغانستان ته د بېرته ستنو شویو افغان کډوالو لپاره ارزان بیه کورونه جوړوي.
هند دا اعلان وروسته له دې وکړ چې پاکستان رسماً اعلان وکړ چې له خپلې خاورې د افغان کډوالو د ایستلو موده د کال تر پایه اوږدوي خو عملاً یې پر افغانانو فشار زیات کړی او په سلګونو کورونۍ یې افغانستان ته راشړلي دي.
د پاکستان له لوري د راشړل شویو افغان کډوالو وروستۍ ډله، چې شمېر یې ۵۰۰ کورنۍ وې، تېره اوونۍ له بلوچستانه د کندهار ولایت ښوراوک ولسوالۍ ته راغلې.
هندي رسنیو د یکشنبې په ورځ د خپل هیواد د چارواکو په قول وویل چې دا هیواد غواړي د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو شړل شویو افغان کډوالو ته په افغانستان کې کوچني کورونه یا اپارتمانونه جوړ کړي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي مامور سوبا رایدو د هند د مالیو په ملي اکاډیمۍ کې د افغانستان د عوایدو د ریاست د یو شمېر مامورینو د روزنیز کورس د پای په مناسبت غونډې ته وویل«هند غواړي افغانستان ته د بېرته ستنو شویو افغانانو لپاره په ارزانه بیه کوچني کورونه جوړ کړي.»
ده وویل چې هند تر دې وړاندې په افغانستان کې ګڼ سړکونه، د برښنا رسولو پروژې او کلینیکونه جوړ کړي دي.
ده د چاه بهار بند د افغانستان او هندوستان وصلوونکی وباله.
هند همداراز ویلي چې افغانانو ته د لیسانس، ماسترۍ او دوکتورا د دورو لپاره۱۰۰۰ نور سکالرشیپونه ورکوي.