تاند- هند نن / سې شنبه/ له طالبانو سره د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ وکړ، خو خبرداری یې ورکړ چې دا بهیر باید د افغانستان د حکومت مشروعیت زیانمن نه کړي او له نړیوالو منل شویو سرو کرښو وتلی نه وي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر سلمان خورشید په برونای کې د اسیان په سیمه ییز کنفرانس کې وویل:«موږ له وسله والو مخالفو ډلو سره د سوله ییزو خبرو د پیلولو لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوریت د هلوځلو ملاتړ کوو. خو دا باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت، د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ او د منل شویو نړیوالو سرو کرښو په دایره کې د پخلاینې پراخ بنسټه بهیر وي. په دې خبرو کې باید د افغانستان د ټولنې ټولې برخې او د طالبانو په شمول ټولې وسله والې ډلې شاملې وي.»

طالبانو په قطر کې د دفتر له پرانستلو وروسته وویل چې تیار دي له امریکایانو او افغانانو سره خبرې وکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر په عین حال کې وویل:«د پخلاینې بهیر باید د افغانستان د دولت او حکومت مشروعیت او په افغانستان کې د تېرو څه باندې لسو کلونو په لړ کې د نړیوالې ټولنې په پراخه مرسته شوی اقتصادي او ټولنیز پرمختګ زیانمن نه کړي.»

ښاغلي خورشید دا هم وویل، د هند پالیسي دا نه ده چې د افغانستان په اړه خپل دریځ بدل کړي.

ده په نړۍ کې د تروریزم له خپرېدو هم اندېښنه ښکاره کړه، او په پاکستان کې یې د افغان طالبانو په شمول د وسله والو سخت دریځو کمپونو او روزنځایونو ته په اشارې وویل: «ترهګري په افغانستان کې سوله او ثبات ګواښي نو موږ ته پکار ده چې له افغانستانه دباندې د ترهګرو ځالې او خوندي مرکزونه او دغه راز د هغو مالي او تاکتیکي ملاتړ له منځه یوسو.»

د هند د باندنیو چارو وزیر زیاته کړه:«موږ باید له افغانستان سره مرسته وکړو چې دا هیواد باثباته، دیموکرات او ګڼ ګوندیز دولت شي، نړیواله ټولنه باید د بدلون او انتقال په پړاو کې له افغانستان سره په پرمختیايي او امنیتي چارو کې مرستې ته دوام ورکړي.»

سره له دې چې امریکا، بریتانیا او پاکستان د قطر د سولې د بهیر ملاتړ کوي خو داسي ښکاري چې د افغانستان حکومت دې پروسې ته زړه نه ښه کوي.

پرون د افغانستان د سولې د عالي شورا ريیس وویل، که طالبان د دوی له شورا سره خبرې ونه کړي د قطر دفتر به بند کړي. تر صلاح الدین رباني مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال فرشید احمدي رویټرز خبري اژانس ته وویل چې پاکستان د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د سولې په خبرو کې د کابل او طالبانو ترمنځ د قدرت د وېشلو نظر وړاندیز کړی دی.

د افغانستان د باندنیو چارو مرستیال وزیر ښاغلي احمدي رویټرز خبري اژانس ته وویل چې دا نظر د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز د افغانستان له سفیر عمر داودزي سره د جمعې د ورځې په کتنه کې مطرح کړ.

د احمدي په وینا د پاکستان وړاندیز یو ډول فدرالیزم دی چې پراساس یې د افغانستان په یو شمېر جنوبي ولایتونو کې واک طالبانو ته سپارل کېږي.

2 thoughts on “هند: د سولې خبرې باید د افغانستان د دولت مشروعیت زیانمن نه کړي”
  1. هیڅ افغان باید د هند په ښو باندې سترګې پټې نه کړي. هند د افغانستان په بیارغونه کې دوه زره میلیونه ډالره ولګول او لا یې کار روان دی، په زرګونو افغان زده کوونکو ته یې د زده کړې له پاره سکالرشیپونه ورکړل، تر اوسه یې په افغانستان کې د پاکستان په څېر نه کوم ترورستي کار وکړ او نه یې نیت لري.

  2. دهند بلا دی پر پاکستان ورواوړي پاک پروردګار دی پاکستان اوایران تباه اوبربادکړي چی په افغانستان کی لاسوهنه کوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *