تاند-هندي رسنۍ وايي چې دغه هیواد د وسلو لپاره د افغانستان د حکومت غوښتنه رد کړې ده.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د هند په وروستي سفر کې دغه هیواد ته په یوه لیست کې د وسلو غوښتنه هم کړې وه. هماغه وخت ویل شوي و چې هند د افغانستان غوښتنه منلې ده.

خو پرون هندوستان ټایمز او څو نورو ورځپاڼو د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر سلمان خورشید له قوله وویل:«نوی ډیلی نه په دې حد کې دی او نه غواړي چې اوس له افغانستان سره د وسلو مرسته وکړي.»

ښاغلي خورشید، چې په خټه پښتون دی، همداراز وویل:«فکر کوو چې دا به عاقلانه نه وي چې له دې پورته لاړ شو. دا یوه نازکه سیمه ده، دلته ذي نفوذې خواوې شته، نور هم شته. موږ نه غواړو چې ستونزې وزېږوو.»

ده په عین حال کې وویل چې هند مخکې د افغانستان د پوځي ملاتړ لپاره دغه هیواد ته ځینې مرستې ورکړي لکه ترانسپورتي هیلي کوپترونه.

سلمان خورشید له سترایټ ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل:«هرڅوک د افغانستان د راتلونکې په اړه ځان ته بېل تصور لري. که موږ له افغانستان سره داسي مرسته وکړو چې په وجه یې دوی ته نورې ستونزې رامنځته نه شي، فکر کوم دا به تر ټولو غوره لار وي.»

د هند د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل چې افغانان پر هند زیات باورمن دي او دوی نه غواړي چې د افغانانو دا اعتماد له لاسه ورکړي.

4 thoughts on “هند د وسلو په اړه د افغانستان غوښتنه رد کړه”
  1. زه فکر کوم چي هند ددی نه ډاریږی چئ ددوی وسلی دطا لبانو لاس ته ورنه شی او بیا پاکستان ددوی دوسلو دتکنا لوژی نه په استفادی سره ددوی د هغه ضد وسلی جوړی نه کړی

  2. هند دافغانستان په پرتله له پاکستان سره دخپلو اړیکو ارزښت ته له یوې خوا او دطالبانو سره دجوړجاړي دخبرو پر مهال دامریکا پټې پالیسي او پلانونو ته له بلې خوا په پام سره نه غواړي پدې حساس وخت کې له افغان دولت سره دوسلو او نورو فوځي توکو مرسته وکړي ځکه داکار به له یوې خوا له پاکستان سره ددغه هیواد اړیکي لا پسې ترینګلي کړي او له بلې خوا ښایی دوی دا کړنه دخپل قوي متحدامریکا له سپارښتنو سرغړونه انګيري کوم چې اوس اوس دنظامي تړون دامضاء لپاره په قطر کې دطالبانو دفتر دکرزي پر اداره دفشار دیوې وسیلې پتوګه کاروي ښایی امریکا به دیاد تړون تر لاسلیک کیدو ونه غواړي له افغان دولت سره دې کوم هیواد فوځي مرستې وکړي

  3. زما په نظر که مونږ د هند څخه وسلی اخلو نو بیا د سلحی شورا او د سلحی خبری د سه لپاره کوو بلکی د جنګ تیاری نیسو نو که غواړو چی ګاونډیانو ته ماتی ورکړو نو د هند څخه باید د پوهنتونونو ،صنعتی فابریکو ،سرکونو او د بریښنا د ډیمونو مرسته وغواړو او جنګ د خپلی سیمی ورک کړو او که نه نو د جنګ میدان به افغانستان وی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *