تاند، سه شنبه، د جدي ۳مه: هند د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان هرکلی وکړ، خو د ولسمشر غني او د ملي امنیت پخواني رئیس امرالله صالح ټیم ته یې د حکومت د دویم ځل بریا ترلاسه کولو مبارکي نهايي پایلو ته وځنډوله.

د هند د باندنیو چارو وزارت ویاند رویش کمار، د سپټمبر د ۲۸مې نېټې ټاکنې په افغانستان کې د جمهوریت د خوندیتوب ضامن وبللې او په دې برخه کې یې د ټولو سیاسي مشرانو او ادارو د رول ستاینه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، هېواد یې نه یوازې له افغانستان سره د ترهګرۍ ضد جګړه کې ملاتړی دی بلکې په وینا یې چې په ټولنیزه او اقتصادي برخه کې به یې هم کلک لاسنیوی کوي.

ښاغلي روېش کمار زیاته کړې هېوا دیې هیله من دی چې ټاکنیز شکایتونه د قانون مطابق وڅېړل شي، تر څو نهايي پایلې په خپل وخت اعلان شي.

د ټاکنو کمېسیون د یکشنبې په ورځ اشرف غني د ۵۰ اعشاریه ۶۴ سلنه رایو په ترلاسه کولو بریالی اعلان کړ او عبدالله عبدالله بیا ۳۹ اعشاریه ۵۲ سلنه رایو سره د دغو پایلو د منلو څخه انکار وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *