تاند نیوز ډیسک: هندي رسنیو د پاکستان لخوا خپاره شوي هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې هند د اسلام اباد د سولې د مذاکراتو وړاندیز منلی دی.
دي هندو ورځپاڼه وايي، نریندرا مودي او د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر تر اوسه پاکستاني سیالانو ته د هغوی د لیکونو مثبت ځواب نه دی ورکړی.
هندو ورځپاڼې په دې حواله د هندي چارواکو له قوله هغه اوازې رد کړې دي چې هند به پاکستان سره د سولې په میز کېني.
په دې اړه د هند د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رویش کمار رسنیو ته ویلي، هندي چارواکو یوازې د پاکستاني مشرانو د خطونو ځواب لیکلی دی.
کمار ویلي، په ځوابیه لیکونو هیڅکله پاکستان ته د مذاکراتو د وړاندیز بدل کې مثبت ځواب نه دی ویل شوی، بلکې نریندرا مودي یوازې ویلي، له ترهګرۍ او دښمنۍ څخه د پاکې باور فضا رامنځته کېدل خورا مهم دی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د پاکستان خارجه وزارت ویلي وو، هند ته د پاکستان له لوري د سولې وړاندیزونو سره استول شوي لیکونه بیرته ځواب شوي او هند مذاکراتو ته چمتووالی ښودلی دی.

PASHTOON PTM LEADERS MUST RELEASE/PAKISTAN MUST STOP PASHTOONS KILLING.
PASHTOONS MUST GET HUMANRIGHTS,
MANANAH