تاند- د هند حکومت په کندهار کې د کرکټ د یوه نوي لوبغالي د جوړولو لپاره یو ملیون ډالره مرسته تصویب کړه.
د کرکټ ورډ ویبپاڼې د راپور له مخې دا لوبغالی به په عینو مېنه کې پر هغه مځکه جوړ شي چې د افغانستان کرکټ بورډ ته ورکړای شوې ده.
په راپور کې ویل شوي چې د هند له لوري دا مرسته د اوږدو خبرو په نتیجه کې تصویب شوې او د دغه هیواد د حکومت د وړو پراختیايي پروژو برخه ده.
په عینو مېنه کې د هند په یو ملیون ډالره مرسته به د کرکټ پر لوبغالي کار ژر تر ژره پیل شي.
د افغانستان د کرکټ بورډ د اجرايي رييس ډاکتر نور محمد مراد له لوري په هغه اعلامیه کې، چې دا مرسته پکې اعلان شوي، ویل شوي:«موږ دا منو چې د کرکټ او فوټبال په شمول ورزشونو هیواد یو موټی کړی او تر بل هر شي یې ځوانان زیات لېوال کړي دي.»
اعلامیه زیاتوي:«موږ هیله لرو چې دا نوی لوبغالی او د افغانستان د کرکټ بورډ مختلف نوښتونه به نور هم په خلکو کې د کرکټ ګرانښت زیات کړي او ملت ته به ستر ویاړونه په برخه کړي.»
ډاکتر مراد دغه راز ویلي چې د کرکټ د دې لوبغالي جوړېدا به د افغانستان په جنوب او ټول هیواد کې د دې لوبې له غوړېدا سره نوره مرسته هم وکړي.