تاند- هند پر پاکستان د هغې هندي له کورنۍ سره د بد سلوک په خاطر انتقاد وکړ چې په پاکستان کې د جاسوسۍ په تور نیول شوی دی.

کلبوشن سودیر یاداف هند ته د جاسوسۍ په تور په پاکستان کې بندي دی.

یاداف، چې پخوا د هند د سمندري ځواک مامور و، د ۲۰۱۶ کال په مارچ میاشت کې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ونیول شو.

د نوموړي د کورنۍ غړي پاکستان ته تللي و چې ورسره وویني خو هند وايي چې د سفر په ترڅ کې پاکستاني مقاماتو ورسره بد چلند کړی دی خو پاکستان بیا د هند تور بې اساسه بللی دی.

د هند حکومت پرون /سې شنبه/ پر پاکستاني چارواکو د یاداف له کورنۍ سره د بد چلند د تورونو په منځ کې دا هم ویلي چې پاکستاني چارواکي د نوموړي د مېرمنې بوټونه هم بېرته نه دي ورکړي.

د یاداف مور او مېرمنې ته اجازه ورکړل شوه چې د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ له ده سره د شیشو له شا وویني.

نوموړی ۸ میاشتې پخوا په پاکستان کې په اعدام محکوم شو. خو د هېګ محکمې د یاداف د اعدام د سزا د اجرا مخه ونیوله.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راویش کومار وویل، د یادف له کورنۍ سره بد چلند شوی دی.

کومار دغه راز ویلي چې د پاکستان مطبوعاتو او رسنیو هم د یاداف له کورنۍ سره په بد سلوکۍ کې کمی نه دی کړی، هڅه یې کړې چې ورسره وویني، تورونه پرې ولګوي، پېغورونه ورکړي او ویې ځوروي.

ځواب دلته پرېږدئ