وینای کومار

تاند، چهارشنبه، د میزان ۲۴مه: په کابل کې د هند سفارت اعلان کړی چې هېواد به یې راتلونکې نوامبر میاشت کې له افغانستان سره د ۷۵ زره مټریک ټنه غنمو مرسته وکړي.

په کابل کې د هند سفیر ویني کمار دا اعلان نن د سرې میاشتې د ۳۸مې کلیزې په ویاړ مراسمو کې وکړ.

نوموړي وویل، هند په تېرو څلورو کلونو کې د سرې میاشتې له لارې د دوه زره د زړه په ناروغیو د اخته افغان ماشومانو په تداوۍ ۴ میلیونه ډالر لګولي دي.

هند تېر کال هم له افغانستان سره ۱۱۰ زره ټنه د غنمو مرسته کړې وه چې د ایران د چابهار له لارې یې کابل ته راولېږل.

د کرنې وزارت وايي، هند ورسره په ۲۰۰۲ کال کې د یو اعشاریه یو میلیون ټنه غنمو د مرستې وعده کړې وه چې تر دې دمه یې افغانستان ته ۷۱۵ زره ټنه رارسېدلي دي.

One thought on “هند راتلونکې میاشت افغانستان ته ۷۵ زره ټنه غنم ورکوي”
  1. Yes, our wheat is coming from India and Uzbekistan and our dollars coming from USA and Mr Abdullah is buying his suits for 3000 Dollars each, what a good combination.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *