تاند- د کابل او اسلام اباد ترمنځ د پاکستان مېشتو ترهګرو پر سر د اړیکو د خرابېدو په اوج کې هند غواړي چې روانه (سپټمر) میاشت د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته د نوي ډیلي د سفر بلنه ورکړي.
انډیا ټایمز ورځپاڼې نن /شنبه/ وویل، معلومات یې ترلاسه کړي چې د صدراعظم نریندر مودي حکومت ممکن نوي ډیلي ته د ولسمشر غني د سفر په ترڅ کې پر څلورو جنګي هیلي کوپترونو سربېره افغانستان ته نوره پوځي مرسته ورکړي.
انډیا ټایمز ورځپاڼې ته رسمي سرچینو ویلي چې د افغانستان له لوري د هند حکومت ته د نویو وسلو لیست، چې اضافي څرخکې، درانه وسایط، زغرګاډي او پُرزې پکې شاملې دي، سپارل شوی دی.
هند مخکې لا ویلي چې د افغانستان د حکومت له لوري د غوښتل شویو وسلو لویه برخه به دغه هیواد ته ورکړي.
د انډیا ټایمز د راپور پر اساس افغانستان ته د تسلیحاتي مرستې په باب ډاډ د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار محمد حنیف اتمر سره د هندي چارواکو د لوړې سویې په غونډه کې ورکړای شوی و.
د افغانستان او هند اړیکې د دسمبر له میاشتې را په دې خوا مخ په تودېدو دي. له هماغه وخته تراوسه پوري د هند صدراعظم نریندر مودي دوه ځلي افغانستان ته سفر کړی دی.
پاکستان د افغانستان او هند د اړیکو د پراختیا مخالف دی او وايي چې د افغان طالبانو د ملاتړ یو علت یې د افغانستان او هند نژدې اړیکې دي.