تاند- هند غواړي چې د خپلې کورنۍ تقاضا د پوره کولو او د بیو د کنټرول لپاره له افغانستانه دال او دال نخود وارد کړي.
حاضردمه په هند کې د دالو بیه د تقاضا د زیاتېدو له کبله مخ په لوړېدو ده. د هندي رسنیو په وینا اوس په دغه هیواد کې د هر کیلو دالو بیه تر ۲۰۰ روپیو پوري لوړه شوې ده.
هند په وروستیو کې له موزنبق څخه د دالو د وارداتو د دوه برابره کولو یو یادښت لاسلیک کړ چې پر اساس به یې هند له دغه افریقايي هیواد څخه تر ۵ کلونو پوري د کال ۲ لکه ټنه دال واردوي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي چارو مرستیال امرسینا پرون /سې شنبه/ په نوي ډیلي کې د افغانستان جوړ تولیداتو د کنفرانس په څنګ کې وویل«هند په دې احتمال هم غور کوي چې دال له افغانستانه وارد کړي. که افغان کروندګر ډاډ ترلاسه کړي چې بازار ورته شته، دوی به زیات دال وکري؛ دا کار به زموږ غذايي امنیت هم تضمین کړي.»
ده دا هم وویل چې کېدای شي له افغانستانه د دالو د واردولو کار په لږ پیمانه یعني یو لک ټنو پیل شي او وروسته – وروسته ډېر شي.
د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې مرستیال وزیر عبدالقدیر جواد په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې افغانستان دا امکانات لري چې زیات دال وکري او د هند اړتیا پوره کړي.
ښاغلي جواد وویل«موږ لوبیا زیاته کرو خو د دالو لپاره لوی بازار نه لرو مګر د کرلو او زیات تولید ظرفیت یې لرو.»
د افغانستان او هند ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ ارزښت په ۲۰۱۴ – ۲۰۱۵ کال کې ۶۸۴ ملیون ډالرو ته ورسېد.
هند د کال له ۶ ملیونه تر ۷ ملیون ټنه دالو ته اړتیا لري. دغه هیواد تېر کال ۶ ملیون ټنه دال وارد کړل.
د هند د اقتصاد له غوړېدو سره مصرف په زیاتېدو دی او افغانستان دې ته په پام چې د هند او پاکستان اړیکې خرابې دي، له دې فرصته په استفادې هند ته هغه خوراکي مواد او کرنیز محصولات برابرولی او صادرولی شي چې دا هیواد ورته اړتیا لري.
له بلې خوا هندیان هم د دې لپاره چې د افغانستان له اقتصاد سر ه یې مرسته کړې وي تر نورو هیوادونو له افغانستانه د خپلو اړتیا وړ موادو واردولو ته ترجیح ورکوي.
هغه څه به خورو، چې خپله یې کرو او هغه څه به اغوندو چې خپله یې جوړوو!
دا د سوډان د خلکو شعار وو، چې تر ډیره یې عمل پرې وکړ او په ځینو برخو کې یې خودکفایي او په ځان بسیا کیدو ته لار ومونده.
مونږ افغانان به هغه څه کاروو، جې خپله یې جوړوو، په هغه څه به پیسې ورکوو، چې زمونږ فابریکې یې تولیدوي، نو بیا به مو کرار کرار دې ته لار هواره کړې وي، چې هیواد له مصرفي حالت نه تولیدي حالت ته وباسو او له وارداتي نه یې صادراتي هیواد کړو.
خپل وطن ، ګل وطن