تاند- د هند د کورنیو چارو وزیر وايي چې هند د روان کال په پای کې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته خپل کورني امنیت ته د هر ډول خطر په وړاندې ځواب ویلو او د القاعده په شان ترهګرو ډلو د ګواښونو په وړاندې مقابلې ته تیار دی.

د هند د کورنیو چارو وزیر رنجیت سینګ د جمعې په ورځ په نوي ډیلي کې خبریالانو ته وویل:«موږ له افغانستانه د امریکايي پوځیانو پر وتلو او له حالاتو سره د مقابلې په اړه خبرې کوو. موږ اقدام کوو.»

ده همداراز وویل دا ډول ستراتیژیکې مسلې افشا کولی نه شي خو دا په زغرده وايي چې د ستونزو په وړاندې به په پوره قوت مقابله وکړي.

ده همداراز وویل:«هرڅومره چې ستونره لویه وي، موږ به په جرات ورسره مقابله وکړو. غواړم چې ملت ته ډاد ورکړم چې بېرې ته اړتیا نشته.»

له ده څخه د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وروستي خبرداري په اړه پوښتنه وشوه. رنجیت سینګ وویل چې د الظواهري سي ډي لا هم تر غور لاندې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *