تاند- د هند چارواکي او د سیاسي چارو کتونکي له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان د حالاتو په وړاندې اندېښنه لري.

ټاکل شوې ده چې څلوېښت ورځې وروسته د ناټو ټول محارب ځواکونه له افغانستانه ووځي.

له د ۲۰۱۵ میلادي کال له لومړۍ ورځې به ناټو جنګي ماموریت نه لري بلکې د یوه نوي ماموریت په چوکاټ کې به د افغان امنیتي ځواکونو روزنې او مشورې ته دوام ورکوي.

د هند صدراعظم نندرا مودي، چې هیواد یې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو په وتلو اندېښمن دی، هیله لري چې راتلونکې اوونۍ به د افغانستان له نوي ولسمشر محمد اشرف غني سره وویني.

ټاکل شوې ده چې د جنوبي اسیا یا سارک د غړیو هیوادونو د مشرانو په غونډه کې، چې د نیپال په مرکز کتمندو کې جوړېږي، د افغانستان ولسمشر اشرف غني ګډون وکړي.

د هند صدراعظم نندرا مودي د پنجشنبې په ورځ هیله څرګنده کړه چې د سارک د هیوادونو د سرمشریزې په څنګ کې به د افغانستان له نوي ولسمشر سره وویني.

اکثره هندي چارواکي او د سیاسي چارو کتونکي اندېښنه لري چې له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته به وسله وال طالبان غښتلي شي. د دوی په ګومان وسله وال سخت دریځي به د ناټو ځواکونو د وتلو په نتیجه کې له رامنځته شوې خلا څخه د ځان په ګټه استفاده وکړي.

دوی دغه راز فکر کوي چې پاکستان به له طالبانو او حقاني شبکې څخه په استفادې په افغانستان کې هندیان او د هند ګټې په نښه کړي او د لشکر طیبه او جېش محمد په شان سخت دریځ ډلې به تشویق کړي چې په هند کې بریدونه زیات کړي.

هند او افغان چارواکي وايي چې په افغانستان کې د هند پر دیپلوماتیکو مرکزونو په حملو کې لشکر طیبه ډلې لاس درلود.

په همدې منځ کې هندي رسنۍ او استخبارات د دغه هیواد په خاوره کې د تروریستي بریدونو د احتمال په باب پر له پسې خبرداري ورکوي.

که د هندي رسنیو په راپورونو باور وشي په هند کې د تروریستي حملو لپاره مخکې لا پلانونه جوړ شوي دي.

د دغه هیواد په کلکتې ښار کې، چې د لوېدیځ بنګال مرکز دی، د تروریستي برید په وړاندې خبرداری ورکړای شوی او د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دیول ویلي چې د لوېدیځ بنګال حالات ساعتي بم ته ورته شوي دي.

د هند په شمال کې بیا زیات تشویش له دې دی چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو منفي اغېزې په هند کې احساس شي.

خو په افغانستان کې بیا عمومي تصور داسي نه دی.

افغان چارواکي بیا بیا وايي چې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته به هیڅ تغییر را نه شي. دوی وايي چې اوس هم تقریباً د ټولې خاورې امنیت افغان ځواکونه ساتي او اکثره عملیات هم د نړیوالو ځواکونو له ملاتړه پرته کوي.

ښايي راتلونکې اوونۍ په کتمندو کې د هند او افغانستان د مشرانو د خبرو یوه اصلي مسله له ۲۰۱۴ وروسته د افغانستان حالات وي.

د هند صدراعظم نندرا مودي پرون د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې یو وار بیا وویل چې هند د یوه پیاوړي، باثباته او دیموکرات افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *