تاند- هند له امریکا سره د امنیتي موافقې د لاسلیکولو لپاره پر افغانستان د فشار له راوړلو سره مخالفت وکړ.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په درو کلونو کې هند ته په خپل پنځم او په ۱۲ کلونو کې په خپل څوارلسم سفر کې په دې مسله د هند له صدراعظم من موهن سینګ سره خبرې وکړې چې ورپسې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویندوی سید اکبرالدین وویل چې د هند دریځ دا نه دی چې پر افغانستان فشار راوړي، او نه غواړي چې په دې مسله کې دخالت یا قضاوت وکړي.

د (هندو) ورځپاڼې د راپور له مخې ښاغلي اکبرالدین وویل:«موږ ډاده یوو، ښاغلی کرزی ځیرک او پوی مشر دی. موږ به هغه څه وکړو چې د افغانستان د خلکو په خیر وي او د افغانستان په اړه د هند له تګلارې سره سم وي.»

په نوي دیلي کې د افغانستان د سفیر شیدا محمد ابدالي په وینا ولسمشر کرزی به له هندي چارواکو سره په خپلو خبرو کې په درو مسلو تمرکز وکړي، له امریکا سره د دوه اړخیز امنیتي تړون څرنګوالی، د افغانستان د سولې بهیر او د انتقال پروسه.

تر دې مخکې پرون د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د هند (این ډي) تلویزیون ته په مرکه کې وویل چې څوک به یې له امریکا سره د امنیتي موافقې لاسلیکولو ته اړ نه ایستلی شي.

د امریکا متحدو ایالتونو هیله ښکاره کړې چې هندي چارواکي به د افغانستان ولسمشر وهڅوي چې له امریکا سره امنیتي موافقه ژر لاسلیک کړي.

خو د افغانستان ولسمشر د هند این ډي تلویزیون ته وویل، د امنیتي موافقې د لاسلیکولو لپاره به هیڅ راز وېرې ته سر ټیټ نه کړي.

کرزي یو وار بیا پر خپلو شرطونو ټینګار وکړ.

2 thoughts on “هند له امریکا سره د امنیتي موافقې په خاطر پر افغانستان له فشار راوړلو سره مخالفت وکړ”
  1. امریکا بایددیموکراسی اودبشرحقوق دهند څخه زده کړی

    سوال؟ امریکا ولی دتړون په لاسلیک کی بی صبره ده.

    ځواب: کومه جګړه چه امریکا په افغانستان کی شروع کړی وه اوده، په دغه جکړه کی امریکا په بشپړ ډول دماتی سره مخامخ ده، ځکه دجګړی زور اوس خپل اوج ته رسیدلی دی ، مګر امریکایان دتړون په بهانه خپل ځان دماتی دنوم څخه بچ کوی اودافغانستان څخه خپلی قواوی رخصتوی، پدی خاطر چه دنیاوالو اوخصوصآ امریکایانو ته وښایی چه مونږ خو دروسی عسکرو په شان ماته نه ده خوړلی بلکه په افغانستان کی مو دتړون په نوم عسکر پاتی دی، که داسی ونکړی دامریکا فعلی حکومت خو یو په امریکا کی دانتقاد لاندی راځی اوبل په دنیا کی یی حیثیت صفر درجی ته راټیټیږی، اوس چه امریکا دتړون لاسلیک ته وارخطاء ده، هغوی فکرکوی چه اینده حکومت اودولسمشریی انتخابات شاید دډیرو لوړو ژورو سره مخامخ شی حتی کیدایشی دهغوی په فکر دغه ټاکنی تر یوکال هم ډیر وخت ونیسی اویا دغه ټاکنی په کورنی جګړه بدلی شی، نودوی وای چه ښه وخت همدا اوس دی چه باید تړون فعلی حکومت لاسلیک کړی.

    وګوری په افغانستان کی جګړه امریکا شروع کړیده اوچه کله دغه جګړه خلاصه شوه باید امریکایان ووځی، کله چه امریکا افغانستان ته دجګړی په خاطر راتلله، په هغه وخت کی امریکا دا نه وه ویلی چه زه به په ۲۰۱۴ کی افغانستان پریږدم، خوچه کله دمقاومت سره مخامخ شول نو دوی دغه د۲۰۱۴ خبره اوبهانه پیداکړه

    لنډه داچه امریکا او ورسره ملګری یی په افغانستان کی خپل شکست اوماته نه قبلوی او په مونږ انګریزیچلی کوی

  2. هندوستان له دیره پخواه دافغانستان سره دیره ښه او صمیمانه دوستی لری ، هند په افغانستان کی صلح دهند په ګټه بولی ځکه هندوان دافغانستان ثبات او دمنطقی ثبات سره تړلی وینی ،نو نه غواړی چی دا دمنطقی ښیګنه د ځینی خود غرضه هیوادو د منفی اغراضو ښکارشی! کرزی هرڅه چی وی، وی به، خودافغانستان ګتی دافغانانو او په افغانانو اړه لری! کرزی پدی دیارلسو کلونو کنی کافی خیانت دافغان ملت او هیواد سره وکړ چی هیڅکله به یی ونه بخشو! افغانان په منطقه کی دهند رول او دوستی ته په دیره درنه سترګه ګوری او ددې هیواد مشران دمعقول منطق او ستراتیږی خاوندان بولی ځکه یی درناوی کوی او هیڅکله به یی دباکستان له بی منطقه او ګوداګی مشران سره نه پر تله کوی! ژوندی دی وی دافغان او هند تاریخی دوستی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *