ایم آی ۳۵

تاند- هند غواړي چې ۴ ایم آی ۲۴ روسي هیلي کوپترونه، چې په بیلاروس کې ترمیم او نوي شوي دي، افغان هوايي ځواک ته ورکړي.

د دې لپاره چې پر روسیې د اوکراین د کریمیا د نیولو په خاطر نړیوال بندیزونه دي، د هند حکومت موافقه کړې چې د افغان هوايي ځواک لپاره دا څرخکې له بیلاروس څخه رانیسي.

دا څرخکې به په راتلونکو څو اوونیو کې چمتو او افغانستان ته وسپارل شي.

په هند کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي هم تایید کړه چې هند د افغانستان هوايي ځواک ته د څلورو هیلي کوپترو د ورکولو ژمنه کړې ده.

هند په وروستیو کلونو کې څو نورې روسي څرخکې هم افغان هوايي ځواک ته ورکړي دي او په دې هڅه کې دی چې د افغانستان د هوايي ځواک د ولاړو روسي څرخکو لپاره وسایل ومومي.

دې هیواد په وروستیو ۱۷ کلونو کې له افغانستان سره د بیارغونې په برخه کې شاوخوا ۴ ملیارد ډالره مرسته کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *