د هند د کورننیو چارو وزیر راج نات سینګ

تاند- د پاکستاني او هندي کشمیر کنټرول کرښې ته څېرمه د هند د پوځ پر یوې اډې د ترهګرو له حملې وروسته هند پاکستان یو تروریست هیواد وباله او له نړیوالو یې وغوښتل چې دا هیواد منزوي کړي.

په برید کې، چې نن /یکشنبه/ سهار وشو، لږترلږه ۱۷ هندي پوځیان وژل شوي او ۳۰ نور ژوبل دي.

د هندي چارواکو په وینا په دې برید کې ۴ سختدریځي ترهګر هم وژل شوي دي.

د هند صدراعظم نریندر مودي دا حمله په کلکه وغندله، ویې ویل «که په دې برید کې د هر چا لاس وي، سخته سزا به ورکړي.»

1د هند د کورنیو چارو وزیر راج نات سینګ له حملې وروسته په یوه بیړنۍ غونډه کې پر وضعیت بحث وکړ. په دې غونډه کې د هند د ملي امنیت سلاکار او جګپوړو پوځي چارواکو ګډون کړی وو.

راج نات سینګ وویل «پاکستان یو تروریست هواد دی، باید د یوه ترهګر هیواد په توګه په رسمیت وپېژندل شي او په نړۍ کې ورټل شي.»

ده زیاته کړه، حمله کوونکي خورا روزل شوي ول او مدرنه وسله یې لرله.

د هند د کورنیو چارو وزیر د دې برید له کبله روسیې ته خپل سفر لغوه کړ.

د ښاغلي سینګ له څرګندونو وروسته د هند یوه جګپوړي پوځي چارواکي برید جنرال رنبیر سینګ، چې د پوځ عملیاتي قوماندان هم دی، په یوه خبري غونډه کې وویل، څلور واړه تروریستان د جیش محمد ډلې غړي ول. ده همداراز وویل چې د دغو ترهګرو پر وسلو د پاکستان مارکونه شته.

ده دا هم وویل چې له خپل پاکستاني ساري سره یې په دې اړه خبرې کړي او خپله اندېښنه یې ورسره شریکه کړې ده.

وروسته له دې چې امریکا له پاکستانه پام هند ته اړولی او داسي یې ښکاره کړې چې نور پاکستان ورته ستراتیژیک اهمیت نه لري بلکې تر پاکستان هند ورته زیات اهمیت لري، پاکستان ځان منزوي احساسوي او د کشمیري ډلو په وسیله یې په هندی کشمیر کې تشدد زیات کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *