تاند- هند له پاکستان څخه افغانستان ته د بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره په ننګرهار ولایت کې ښارګی جوړوي.

هند په تېرو ۱۶ کلونو کې له افغانستان سره تر ۳ ملیارد ډالره زیاته مرسته کړې. د دغه هیواد په پیسو د سلما بند، د ملي شورا ودانۍ، د نیمروز سړک او ګڼې نورې مهمې پروژې جوړې شوي دي.

د هند په تازه مرسته به د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د ننګرهار په بهسود ولسوالي کې د نژدې ۲۲ ملیون ډالرو په لګښت ښارګوټی جوړ شي.

د ننګرهار د والي د ویندوی عطا الله خوږیاڼي په وینا د خانکي په نوم د راستنېدونکو کډوالو په جوړېدونکي ښارګي کې به په زرګونو راستنو شویوکورنیو ته سرپناه برابره شي.

خوږیاڼي وايي«په خانکي ښارګوټي کې به، چې هند پرې ۲۱ ملیونه او ۹ لکه ډالر لګوي، او ژر به یې عملي کار پیل شي، ۴ زره کورنۍ ځایږي.»

دا ښارګوټی به د بېرته راستنو شویو لپاره له نورو جوړو شویو ښارګیو سره توپیر ولري. دا یو به ښوونځي، کلنیکونه او نورې اسانتیاوې ولري چې نور یې نه لري.

پاکستان په افغانستان کې د هند پر فعالیتونو سخت خوابدی دی او هغه د ځان لپاره د اندېښنې وړ بولي. په داسې حال کې چې پاکستان افغانستان ته ورانکارې رالېږي، له افغان کډوالو سره راز راز بې رحمۍ کوي او په زوره یې له خپلې خاورې باسي، هند د ګڼو نورو ټولګټو پروژو د اجرا کولو ترڅنګ راستنېدونکو ته سرپناه برابروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *