تاند، سه شنبه، د میزان ۲مه: د امریکا د کانګرس تحقیقاتي ادارې سي آر سي خبر ورکړی چې د افغانستان د بیارغونې لوی ترین متحد هند له دغه هېواد سره د ژورې دفاعي اړیکې له ساتلو ډډه کړې ده.

 د امریکا د کانګرس پلټونکې ادارې په خپل تازه راپور کې د افغانستان په اړه ویلي، هند که څه هم په سیمه کې د افغانستان تر ټولو لوی متحد هېواد دی خو بیا یې هم له کابل سره د ژورو دفاعي اړیکو له ساتلو ډډه کړې ده.

راپور وايي، ټرم هند ته بلنه ورکړې ده چې د افغانستان د اقتصادي ودې په برخه کې رول ولوبوي، خو داسې ښکاري چې په افغانستان کې د هند د لا زیاتې ښکېلتیا په تړاو د پاکستان اندېښنو د دې هرڅه مخه نیولې ده.

 راپور وايي، د پاکستان استخباراتي او امنیتي څانګې په افغانستان کې د هند موجودیت د ځان ستراتیژیکه محاصره بولي او اندېښنه ورته لري او همدا وجه ده چې هند په افغانستان کې لا زیات فعالیت ته زړه نه ښه کوي.

 سي ار ایس د امریکا د کانګرس یوه تحقیقاتي څانګه ده چې د اړتیا وړ موضوعاتو په تړاو د کانګرس د غړو لپاره پلټنې او څېړنې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *