تاند: هند غواړي د راتلونکې دوشنبې په ورځ سپوږمۍ ته خپل راکټ ماشین واستوي او څېړنې وکړي.

که تر سپوږمۍ پورې د هند د تللو دا ماهند هم سپوږمۍ ته د رسېدو ماموریت بریالی شو نو هندوستان به له امریکا، روسیې او چین وروسته څلورم هېواد شي چې د سپوږمۍ په خاوره قدم ږدي.

هند سپوږمۍ ته د چندرایان۲ پروژې په استولو ۱۴۰ میلیونه ډالر مصرف کړی دی او د دوشنبې په ورځ به یې دا راکټ د اندراپردېش له دهون فضايي مرکز نه روانېږي.

هندي چارواکو ویلي، چندرایان۲ سپومکۍ به د سپټامبر په ۶مه د سپوږمۍ په سویلي غاړه کېوځي.

دا په داسې حال کې ده چې څو میاشتې وړاندې چین هم د سپوږمۍ تر ټولو تیاره اړخ کې خپله سپوږمکۍ کوزه کړې وه او پلټنې یې کړې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *