تاند- هند وايي، د افغانستان د حکومت د دریځ د ملاتړ لپاره د افغانستان په اړه د مسکو د سولې په کنفرانس کې د ګډون لپاره یې د روسیې بلنه رد کړې ده.
د هند د اوټ لوک ورځپاڼې د راپور له مخې، هند د مسکو په کنفرانس کې په دې خاطر ګډون نه کوي چې افغانستان ویلي چې د مسکو په کنفرانس کې به برخه وانخلي.
هند دغه راز ویلي چې د افغانستان د حکومت د ملاتړ لپاره هم د مسکو په کنفرانس کې ګډون نه کوي.
وروسته له دې چې افغانستان وویل، د مسکو په کنفرانس کې ګډون نه کوي، روسیې وویل چې دا کنفرانس به یو بل وخت جوړ کړي.
ټاکل شوې وه چې په مسکو کې د افغانستان د سولې کنفرانس د روان سپټمبر په څلورمه د ۱۲ هیوادونو او همداراز د طالبانو د استازو په ګډون جوړ شي.
تېره میاشت د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف د افغانستان ولسمشر ته ټېلفون وکړ او دواړو خواوو وویل چې په یوه بل مناسب وخت کې به د افغانستان لپاره د مسکو کنفرانس جوړ شي.