تاند- د هند د بېړۍ چلونې وزیر وايي چې له افغانستان سره د سوداګري اړیکو د پراختیا لپاره به د ایران د چاه بهار بندر د پراخولو پروژه د راتلونکي کال تر دسمبر میاشتې پوري بشپړه شي.
د هندي رسنیو د راپور له مخې دغه هندي وزیر نیتین ګدکاري وویل:«هند هیله لري چې د چاه بهار ستراتیژیک بندر، چې په وسیله به یې د افغانستان او هند ترمنځ د راکړو ورکړو ارزان او اسان امکان برابر شي، د راتلونکي میلادي کال تر دسمبر پوري بشپړ او افتتاح شي.»
وروسته له دې چې د ایران د لانجمن اتومي پروګرام پر سر د لوېدیځ او ایران ترمنځ خبرو پرمختګ وکړ هند د روانې مې میاشتې په لومړیو کې د چاه بهار بندر د پراختیا لپاره له ایران سره موافقه لاسلیک کړه.
ټاکل شوې ده چې د دغه بندر د تاسیساتو پر جوړولو هند شاوخوا ۱۰۰ ملیون ډالر ولګوي.
د هند د بېړۍ چلونې وزیر وویل چې په چاه بهار بندر کې کار پیل شوی دی.«دا د هند د کاندلا او جواهر لعل نهرو بندرونو ترمنځ ګډه پانګونه ده. موږ به بندري فعالیتونه په یو نیم کال کې پیل کړو.»
ده همداراز وویل:«په دې اړه د موافقې مسوده به په راتلونکو درو میاشتو کې لاسلیک شي. ما ته امر شوی چې د بندر په خاطر د کرینونو او جرثقیلونو د رانیولو لپاره داوه طلبي اعلان کړم. په دې برخه کې قرارداد به راتلونکې میاشت وشي.»
هند به په چاه بهار بندر کې د دې لپاره چې د بېړیو لنګرځایونه د څو هدفونو لپاره پر یوه کانتینري ترمینل بدل کړي څه باندې ۸۵ ملیون ډالر ولګوي او په پام کې لري چې د دغه بندر دوه لنګرځایونه د ۱۰ کلونو لپاره اجاره کړي.
حاضردمه په دغه بندر (عکس) کې سترې باري بېړۍ لنګر نه شي اچولی.
د دې بندر له لارې به هند پر افغانستان سربېره د منځنۍ اسیا هیوادونو ته صادرات وکړي.
د هند صدراعظم نریندرا مودي د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته د ډیلي د وروستي سفر په لړ کې وعده ورکړې وه چې د چاه بهار بندر به جوړ کړي.
هند په ۲۰۰۳ میلادي کال کې هم له ایران سره د چاه بهار بندر د پراخولو په باب موافقه کړې وه خو هغه وخت د امریکا مخالفت او پر ایران د نړیوالو بندیزونه سبب شول چې هند پر دې پروژې کار پیل نه کړي.
اړوند خبرونه:
هند او ایران د چاه بهار بندر د پراختیا موافقه لاسلیک کړه
هند د ایران د چاه بهار بندر پر پراختیا ۱۰۰ ملیون ډالر لګوي
د چا بهار بندر په اړه د هند، ایران او افغانستان درې اړخیزه موافقه
درې هیوادونه به د چاه بهار درې اړخیزه موافقه لاسلیک کړي
زه یو وړاندیز لرم چې که دا د راپور یا لیکنې په پای کې داسې یوه تڼۍ وي چې سړی یې کلېک کړي او ویب سایټ بیرته کورپاڼې ته لاړ شي نو لوستونکی به له غټ کړاو نه خلاص شي. اوس یو ځل بیرته پاس خېزه بیا هلته کورپاڼه وهه بیا به درته راځي. هم وخت نیسي او هم لوستونکی ستړی کوي.