تاند- هندي رسنۍ د خپل هیواد د استخباراتي سرچینو په قول وايي چې پاکستان تر ۱۰۰ ډېر افغان پښتانه د جنګي مهارتونو له ورزده کولو وروسته د هند او پاکستان د کشمیرونو په کنټرول کرښه کې ځای پر ځای کړي دي.

هندي استخبارات وايي چې د پاکستان پوځ او آی ایس آی په هندي کشمیر کې د پښتنو د جنګولو لپاره د پښتنو جلب و جذب ته زور ورکړی دی.

پښتانه په اسلامي نړۍ کې په اسانه د اسلام په نوم تېروځي او هرې هغې جګړې ته زده ښه کوي چې د اسلام دفاع او جهاد نوم پرې کېښودل شي. له همدې کبله پاکستاني پوځ او استخباراتو ته پښتانه ارزانه او اسانه ملېشه ښکاري.

هندي رسنۍ د خپلو استخباراتي سرچینو په قول وايي چې پاکستان مېشته تروریستي ډلې جېش محمد هم لسګونه افغان او پښتانه ترهګر د هند پولې ته رسولي چې په هندي کشمیر کې تروریستي بریدونه وکړي.

استخباراتي سرچینې خبرداری ورکوي چې ترهګر هڅه کوي چې په لویو ښارونو کې بریدونه وکړي.

د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر پر سر په تېرو جګړو کې هم پاکستان له قبایلو څخه په پراخه پیمانه کار اخیستی وو.

خو دا ځل یو شمېر افغانان، چې په پاکستان کې د ډېرو کلونو ژوند له کبله د دغه هیواد تر اغېز لاندې راغلي، هڅول کېږي چې د هند پر ضد استعمال شي.

د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر پر سر لانجه هغه وخت لا پراخه شوه چې هند تر خپل کنټرول لاندې کشمیر ځانګړي امتیازونه او کورواکي پای ته ورسوله. پاکستان وايي چې په دې اړه به نړیوالې محکمې ته شکایت وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *