تاند- په افغانستان کې پر هندي تاسیساتو له بریدنو وروسته د دغه هیواد حکومت په کابل کې د خپل سفارت په شمول د هند د دیپلوماتیکو مرکزونو او تاسیساتو د ساتنې لپاره کومانډو ځواکونه افغانستان ته لېږلي دي.
په دغو کومانډو ځواکونو کې د هند تبتي پوله ساتي پولیس هم شامل دي.
دا ۷۹ هندو- تبتي سرحدي پولیس له هغو ۲۱۹ کوماندو جلا دي چې مخکې افغانستان ته لېږل شوي دي.
د هندي رسنیو د راپور له مخې د دغه هیواد د تبتي سرحدي پولیسو عمومي رييس اجې چادها وویل، افغانستان ته د نورو امنیتي ځواکونو د استولو پرېکړه وروسته له دې وشوه چې د افغانستان د امنیتي حالاتو جاج واحیستل شو او د هندي تاسیساتو د امنیت د زیاتولو اړتیا ولیدل شوه.
د سږ کال د اګست په څلورمه په جلال اباد کې د هند پر کونسلګرۍ ځانمرګی برید وشو چې په نتیجه کې یې لږترلږه

دوولس تنه عام افغانان ووژل شول.
چادها، چې نن (جمعه) تقاعد کېږي، پرون یو شمېر خبریالانو ته وویل:«موږ په افغانستان کې پر خپلو دیپلوماتیکو مرکزونو د حملې په اړه په اوونۍ کې دوه ځلي استخباراتي مالومات ترلاسه کوو.»
حاضردمه د هند د تبت سرحدي پولیس یوازې په کابل کې د هند د سفارت او په مزارشریف، جلال اباد، کندهار او هرات کې د هندي کونسلګریو ساتنه کوي.
خو چادها ویل:«موږ په افغانستان کې د خپل سفارت او کونسلګرو د ساتنې لپاره تازه دمه ځواکونه لېږو.»
د هندي چارواکو په وینا استخباراتي مالومات ښيي چې د القاعدې ځینې غړي او د حقاني شبکه، چې په پاکستان کې دېره ده او د پاکستان د پوځ له ملاتړه برخمنه ده، په افغانستان کې د هند پر دیپلوماتیکو مرکزونو د حملو هڅې کوي.
Deer sha da ham da karzi khain aw Pakistan da muzdaroo malisho da khdamat neteajah dah Allah moo kharab ka da Allah dushmanano
ډېر ښه کار کیږي. زه وړاندیز کوم چې د افغانستان حکومت له هند څه وغواړي چې په یوه کال کې دننه په کافي شمېر یا لږ تر لږه ۲ زره داسې افغان کومانډو تربیه کړي چې کټ مټ د هندي هغو ځای ونیسي او نه یوازې د هندي بلکه نورو ډپلوماټیکو اداره امنیت هم وساتي. دا به د چټلستان پر مخ یو کلک سوک وهي. لعنت پر پاکستان چې زمونږ بې ګناه خلک وژني.
سلامونه اونیکی هیلی
که چیری افغان چارواکی وغواړی کولی شی چی ددی پوځ شمیر زیات اودملی اردو کماندو اوخاصوڅواکونو په تعلیم اوتربیه کښی کار څینی واخلی وسلام تولو لوستونکوته