ډ هند د تېلو وزیر

تاند- د هند د تېلو وزیر د دوشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د نللیکې د پروژې خوب به ژر په حقیقت بدل شي.

د هند د تېلو وزیر دهرمندرا پرادن (Dharmendra Pradhan) دا خبره د دغه هیواد ولسي جرګې یا لوک سبها ته وکړه.

د هندي رسنیو د راپور له مخې د دغه هیواد د تېلو وزیر وویل چې له ترکمنستانه د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته د ګازو د صادرولو لپاره د پایپ لاین په اړه خبرې په وروستي پړاو کې دي او هرکله چې دا پروژه بشپړه شوه هند به د خلیج پر هیوادونو د ګازو په برخه کې له اتکا خلاص شي.

ښاغلي پرادن د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې هند غواړي چې له ایران څخه هم ګاز د هغه پایپ لاین په وسیله وارد کړي چې د افغانستان او پاکستان له لارې به هند ته وغځول شي.

دا په داسي حال کې ده چې ایران ډېرې هڅې کوي چې په مستقیم ډول پاکستان ته نللیکه تېره کړي او هند او پاکستان په دې قانع کړي چې د افغانستان له لارې د ترکمنستان د نللیکې جوړولو ته اړتیا نشته.

ایران هیله لري چې د افغانستان ناامني او د طالبانو د جګړې دوام به سبب شي چې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پایپ لاین جوړ نه شي او هند او پاکستان به، چې انرژۍ ته سخته اړتیا لري، مجبوره شي چې له ایران څخه په مستقیم ډول د ګازو وارد کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *