افغان ولسمشر حامد کرزي د خپل حکومت په ټولو دورو کې د سيمې ځواکمن هېواد هند ته ډېر سفرونه کړي او نوموړى هر ځل دې هېواد ته د سفر پرمهال دهندي چارواکو له خوار تاوده هر کلي او ټينګو اقتصادي ژمنو سره مخ شوى دى.
په دې کې شک نه شته چې هند اوسمهال د سيمې يو تر ټولو ځواکمن اقتصادي او د اتومي وسلې درلودونکي ځواک دى، چې په سيمه کې په اقتصادي او پوځي وضعيت خپل رول لري، چې تر دې دمه يې نه يواځې دسيمې بلکې دنړۍ له سترو قدرتونو سره هم ښې اړيکې پاللې او په تېرو څو لسيزو کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د صادرولو په برخه کې په يوه ستر سيمه ييز ځواک بدل شوى دى.
ولسمشر کرزي په هند کې ژوند کړى، زده کړې يې کړې او له دې هېواد نه ماسټري اخيستې، خپله همدې ټکي هم نوموړي ته په هندي حکومتي او ملکي ټولنه کې محبوبيت ورکړى او کرزى پرې د سيمې دنورو هېوادونو په پرتله له هره اړخه زياته تکيه کولى شي، چې تر ټولو مهمه هيله يې ددې هېواد څخه افغان امنيتي ځواکونو ته د درنو وسلو تر لاسه کول دي.
افغان او هندي چارواکو د امنیتي او دفاعي همکاریو په برخه کې پرځینو مسایلو لا له وړاندې هو کړه کړې ده، خو ښکاري چې د افغان لوري دا غوښتنه چې هند دې افغانستان ته درنې وسلې ورکړي، ناممکنه وي، ځکه چې له دې سره هند له يوې خوا د امريکا له مخالف سره مخ کېږي او له بلې خوا د سيمې نور هېوادونه په ځانګړي ډول پاکستان له دې کاره خپل نا رضايت څرګند کي او دا کار به په غير مستقيم ډول د ځان په اړه د هند يو اقدام وګڼي.
د امريکا او ناټو بديل
شننونکي په اند دي، چې ګني هند دا نه شي کولای چې په دې برخه کې مسوولیتونه پر خپله غاړه واخلي؛ بلکې کولای شي، ښه وسیله وګرځي چې د روسیې په څېر له ځینو هیوادونو سره د افغانستان لپاره د درنو وسلو د برابرولو زمینه مساعده کړي.
د پوځي چارو ځينې کاروپوهان هم د ولسمشر کرزي دا غوښتنه داسې تحليلوي، چې ګني ولسمشر کرزی په دې هڅه کې دی چې؛ د افغان ځواکونو د پیاوړتیا لپاره په سیمه کې د امریکا او ناټو يو بل بديل ځانته ومومي، چې په دې برخه کې تر ټولو وړاندې هند ته سترګې ور اوړي او دا يو داسې هېواد چې ولسمشر کرزى پرې باور کولى شي.
کرزي د کابل- واشنګټن تر امنيتي دامنيتي تړون په اړه د بحث لپاره د رابلل شوې مشورتي لويې جرګې ګډونوالو ته په وينا کې په ډاګه کړه، چې دى له امريکا څخه درنې وسلې، توپونه او الوتکې غواړي، خو هغوى ورته يواځې ټوپکې او ” بمبيريکې” ياني چورلکې راکوي، نوموړي تر دې وړاندې هم د ناټو او امريکا په غير صادقانه پوځي مرستو او سمبالښت نيوکې کړې او د سند لپاره يې د شرطونو په برخه کې يو هم د افغان ملي پوځ سمبالښت او د ښه امکاناتو ورکړه ده.
تر دې وړاندې بيا دافغان ملي ځواکونو د شمېر او څرنګوالې په اړه هم ځينو اختلافات موجود و او په دې باندې بحثونه کېدل چې افغانستان بايد په کومه اندازه دفاعي ملي اردو ولري، امکانات يې څنګه وي او امريکا به په دې برخه کې خپل مسووليت څنګه او ترکومه پوره کوي، خو ددې سره سره تر اوسه پوري د افغان امنيتي ځواکونو هوايي برخه د امکاناتو له اړخه صفر ده او يواځې په نرانسپورټي برخه کې ځينې لومړني امکانات لري، چې بښنه نه کوي.
د هند او پاکستان رقابت
هند په ۲۰۱۱ میلادي کال کې له افغانستان سره د ستراتیژیکو همکاریو هوکړه ليک لاسلیک کړه چې؛ امنیتي او پوځي مسایل هم په کې شامل دي، خو لکه څرنګه مو چې وړاندې يادونه وکړه، هند نه غواړي چې، په سیمه ییزو سیالیو کې د امریکا پر وړاندې ودریږي ځکه چې؛ اوس مهال د هند او امریکا ترمنځ ستراتیژېکې اړیکې موجود دي.
هند له پاکستان سره ګاوندى او سیال هېواد دی، چې دواړه اتومي وسلې لري او پوځونه يې هم د همدې سيالۍ له برکته د سيمې په ځواکمنو پوځونو اوښتي، کارپوهان بيا په دې اند دي چې، اسلام آباد هېڅکله نه غواړي چې؛ هند په افغانستان کې نفوذ ولري، له همدې امله د دوی په خبره افغانستان ته لازمه ده چې په پوځي برخو کې ډېر تمرکز د ناټو او امریکا پرمرستو وکړي.
د افغان ولسمشر او د هند د لومړي وزير من موهن سنګ د کتنې او همکاريو سند په اړه له خبرو وروسته د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼې په يوه خبر پاڼه ېک راغلي وو، چې هند هوکړه کړې چې، په خپل هېواد کې به د افغان افسرانو روزنه زیاتوي او د تجهیزانو او زیربنا د اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې به له افغان امنیتي ځواکونو سره همکاري کوي.
په ورته وخت کې بيا فکر نه کېږي، چې له هند سره دې دومره پوځي اوامکانات وي، چې ناټو او امريکا يې افغان ملي پوځ ته ورکولى شي، هغه کمه اندازه امکانات چې په دې برخه کې له هند سره موجود دي، دې هېواد ته د امريکا د لاسه ورکولو په بيه تمامېږي، چې خپله همدې ټکي هند دوه زړى کړى او په اسانه دې معاملې ته زړه نه ښه کوي، ددې ترڅنګ به خپل پاکستان هم خپل اعتراض څرګندوي او په افغانستان کې به د جنګېدونکي وسله والو تر شا خپل پټ ملاتړدهند د ماتولو لپاره پياوړى کوي.
د ناټو پاتې کېدونکي توکي
په افغانستان کې ايساف او ناټو ځواکونه ګڼ پوځي امکانات او وسايط لري، چې د خپل حضور او پياوړتيا له لارې يې په خورا ستره بيه افغانستان ته راوړي او د تلو او بېرته وړلو لګښت يې غړو هېوادونو ته نه يوازې ګران تمامېږي، بلکه وړل به يې له هغو بې باوريو پرده پورته کوي، چې ناټو نه غواړي افغان ملي ځواکونه پياوړي او په مهمو او درنو پوځي امکاناتو سمبال شي.
امريکا پخوا ويلي وو، چې دخپل پوځ ځينې ساده امکانات به افغان پوځ ته ورکوي او نور هغه به له ځان سره وړي، چې افغانان يې دکارونې په سيستم او اړينه امکاناتو نه توانېږي، تر اوسه افغان لوري ته په ځينو ورسپارل شوو پوځي اډو کې ځينې ساده امکانات افغان ځواکونو ته سپارل شوي، چې د وسله والو مخالفينو سره د جګړې پرمهال پرې حساب نه کېږي او ډېر ځله ثابته شوې، چې د مخالفو وسله والو ځواکونو وسلې او مهمات تر دوى غښتلي او مډرن دي.
پخوا له داسې هم ويل کېدل چې ناټو او امريکا به خپل ډىري پوځي وسايل په سيمه کې ليلام ته وړاندې کړي، ځکه چې د پاکستان له لاري يې ورته د بېرته وړلو بيه تر اصلي بيې ګرانه تمامېږي، چې دا خپله افغان ملي ځواکونو ته ددې وسايطو له ورکړې د انکار معنى لري.
د ايساف يوه وياند څه موده وړاندې په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې افغان امنيتي ځواکونه چې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې له ښې پوي وړتيا څخه برخمن شوي او غړي هېوادونه به خپل نومي ماموريت کې چې راتلونکى کال به پيل شي، هڅه کوي، چې د دوى سره دپوځي سلا مشوري او پوځي مهارتونو د پياوړتيا په برخه کې مرسته وکړي.
جنرال هاينس فيلدمن وويل چې په منځني ډول به له افغانستان څخه د ايساف ٦٠ سلنه پوځي وسايل د ځمکې له لارې چې عمده لورى يې پاکستان دى او ٤٠ سلنه نور به دهوا له لارې وباسي، خو ځينې داسې لارې هم شته چې د پاکستان د لارې ځاى ونيسي او خپل راوړي مالونه پرې بېرته خپلو هېوادونو ته يوسي.