(له ساسة پوست څخه)
یوه ځمکه او یو تمدن.. ولې هند پرمختللی او پاکستان وروسته پاتې دی؟
نږدې له پنځه زره کلونو راهیسې هند او پاکستان یوه ځمکه، یو تمدن او یو تاریخ لري، مګر له ۱۹۴۷ کال وروسته د شپږو لسیزو راهیسې هند او پاکستان خپلې لارې سره جلا کړې، چې یو هېواد مخ پروړاندې او بل بیا پر شا روان دی. د هند او پاکستان ترمنځ دا توپیر څنګه را منځ ته شوی؟
د هندوستان مساحت له دری ملیون کیلومتره مربع څخه اوړي او د وګړو شمېر یې هم ۱.۳ ملیارده تنو ته رسېږي. خو د پاکستان مساحت بیا نږدې یو ملیون کیلومتره مربع دی او د وګړو شمېر یې له ۲۰۰ ملیونو څخه نه اوړي.
ملګرو ملتونو په ۲۰۱۵ کال کې د سرانه عاید، زده کړې، روغتیا او د قانون پر وړاندې د برابرۍ په اړه د بشري پراختیا راپور خپور کړ، چې ددې راپور له مخې د بشرِي ودې او رشد له پلوه هندوستان په ۱۳۰ درجه کې راغلی او د هغو هېوادونو په کتار کې راځي چې بشري وده یې په متوسطه درجه کې ده، خو ددې راپور له مخې پاکستان په ۱۴۷ درجه کې قرار لري او د بشري رشد کچه یې هم ټیټه ده.
په اقتصادي برخه کې د ۲۰۱۵ کال لپاره د نړیوال بانک راپور ښيي، چې په هند کې سرانه عاید ۱۵۹۰ ډالر او په پاکستان کې سرانه عاید بیا ۱۴۴۰ ډالره دی. په هندوستان کې ۲۱.۹٪ خلک بېوزلۍ له کرښې کښته دي او په پاکستان کې بیا ۳۶.۳٪ وګړي د فقر له کرښې کښته ژوند کوي.
هندوستان په نړۍ کې اووم ستر اقتصاد جوړوي او د کورنیو ناخالصو تولیداتو کچه یې ۲.۱۸ ترلیونه ډالره ده چې له پاکستان څخه نږدې لس ځله لوړه ده او د پاکستان د کورنیو ناخالصو تولیداتو اندازه له ۲۲۶.۹۷ ملیارده ډالرو څخه نه اوړي.
د ټامیز جریدې په وینا د زده کړې او تحصیلاتو په برخه کې هندوستان په نړۍ کې دویمه ستره تعلیمي شبکه لري، چې لس پوهنتونونه یې د نړۍ په لومړیو ۱۰۰ غوره پوهنتونونو کې راځي. حال دا چې پاکستانی پوهنتونونه د آسیا له ناوړه پوهنتونو څخه ګڼل کېږي. په پاکستان کې د نالوستۍ کچه ۴۴ سلنه او په هندوستان کې د نالوستۍ کچه ۳۱ سلنه ده.
د صنعت او ټکنالوژۍ له پلوه هندوستان له پرمختللیو هېوادونو څخه ګڼل کېږي. د هندوستان دخپلو کمپنیو پر مټ ددې هېواد د ټلېفونونو او انټرنېټ بازار حیرانوونکی پرمختګ کړی دی، چې د ارزانه سمارټ ټلېفونونو او وړیا انټرنېټ په عرضه کولو کې یې بریالي ګامونه اخیستي دي. سربېره پردې هندوستان د خپلې فضايي ادارې له لارې فضا ته لار موندلې او په ډېر لږ لګښت سره یې په مریخ کې خپله سپوږمکۍ په بریالیتوب سره ځای پرځای کړې ده، چې د امریکا د ناسا ادارې د ورته سپوږمکۍ لګښت د هندوستان له هغې څخه نهه ځله لوړ دی. په ۲۰۱۵ کال کې د هندوستان د ټکنالوژۍ او معلوماتو اړونده صادرات سلو ملیارده ډالرو ته ورسېدل حال دا چې په دې برخه کې د پاکستان صادرات یوازې یو ملیارډ ډالر وو.
په هندوستان کې د اوسط عمر کچه ۶۸ کاله ده او د ماشومانو د مړینې کچه په هرو زرو ماشومانو کې ۳۷.۹ ماشومانو ته رسېږي مګر په پاکستان کې بیا د اوسط عمر کچه ۶۶ کاله او په هرو زرو ماشومانو کې د مړینې کچه ۶۵.۸ تنه ده.
د دیموکراسۍ له پلوه هنوستان په نړۍ کې تر ټولو سترې ټاکنې تجربه کوي او د شفافیت او اداري فساد له پلوه هندوستان د نړۍ ۷۶ هېواد دی خو پاکستان بیا د شفافیت له پلوه د نړۍ ۱۱۷ هېواد ګڼل کېږي.
له دې مقایسې څخه ښکاري، چې که څه هم هندوستان او پاکستان یوه ځمکه، یو کلتور او یو نژاد لري خو بیا هم هندوستان له اقتصاد، ښوونې او روزنې، روغتیا او دیموکراسۍ له پلوه له پاکستان څخه وړاندې دی. په دې توپیرونو د پوهېدو لپاره غوره ده، چې د اړونده هېوادونو تاریخي شالید ته کتنه وکړو.
د هند او پاکستان د رامنځ ته کېدو تاریخي شالید
له میلاد څخه مخکې د شپږمې پېړۍ په وروستیو کې په هندوستان کې جایني او بوذي دینونه را وټوکېدل چې پراخه سیمه یې تر پوښښ لاندې راوسته. له میلاد وروسته د مسیحي دین څپه هم دې سیمې ته ورسېده. وروسته بیا د اموي او عثماني خلافتونو په دورو کې اسلامي غزوات هم ددې سیمې لمنو ته و غځېدل او په شپاړسمه پېړۍ کې د اسلام څپه د مغولي امبراطوري په پیر کې اوج ته ورسېده. دغه امپراطورۍ د هند، پاکستان، افغانستان او بنګله دېش په ګډون پراخې سیمې تر پوښښ لاندې لرلې.
د اتلسمې پېړۍ په پای کې انګریزانو په دې سیمه ولکه ټینګه کړه خو هغوی دیني آزادۍ ته اجازه ورکړه او ځینې مضر رواجونه (د مړي سوځول) یې منع کړل او په ښوونه او روزنه، اداره او صنعت کې یې عصري اصلاحات رامنځ ته کړل او په هند کې د لومړي ځل لپاره صحافت راڅرګند شو.
له دویمې نړیوالې جګړې څخه لږ مخکې ځینې وسله وال او د ګاندي لخوا سوله ییز خوځښتونه را پيل شول چې موخه یې له برتانیې څخه د خپلواکۍ ترلاسه کول وو. له دوو لسیزو وروسته هند په ۱۹۴۷ کې خپلواکي ترلاسه کړه.
په دې موده کې ځینې مسلمانانو له هندوانو څخه د جلا هېواد غوښتنه وکړه، چې په پایله کې هند په دوو جلا هېوادونو ووېشل شو. پاکستان د محمد علی جناح او هندوستان د جواهر لعل نهرو په مشرۍ هېوادونه تشکیل کړل.
خو د هندي خاورې وېشلو د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ د دوښمنۍ اور مړ نه کړ بلکې هند او پاکستان د تېرې پېړۍ په وروستۍ نیمايي کې دری ځله سختې جګړې وکړې. د ۱۹۷۱ کال په جګړه کې شمالي پاکستان د بنګله دېش په نامه خپلواک او نوی دولت يې جوړ کړ. لا تر اوسه هم د کشمیر پر سر د پاکستان او هندوستان ترمنځ اړیکې ترېنګلې دي او له دې څخه ښکاري چې هند او پاکستان دواړه ورته تاریخ لري چې د ترینګلتیا او شخړو شاهد دی.
نو ولې هند له پاکستان څخه مخکې دی؟
ډېر عوامل دي چې له هند سره یې مرسته وکړه، چې په ډېرو برخو کې پرمختګ وکړي او په دې وروستیو پنځو کلونو کې دغه پراختیا لا چټکه شوه خو ګاونډی هېواد (پاکستان) یې بیا په شا روان دی.
دیموکراسي:
هند د هندوستان جمهوریت په نامه دولت او د دیمکراسۍ په اساس ولاړ نظام لري. قانون یې په دین ولاړ نه دی. هندوستان د نړۍ تر ټولو ستره دیموکراسي تمثیلوي او د نړۍ تر ټولو ډېر خلک په ټاکنو کې ګډون کوي. هندوستان د دیموکراسۍ په مرسته وکولی شول، چې خپل پرمختګ ته لار هواره کړي، ملکي حکومت د هېواد چارې پرمخ وړي او د قانون پر وړاندې ټول یو برابر دي، واک په سوله ییز ډول له یوه مشر څخه بل ته لېږدول کېږي، ټولنه یې له بېلابېلو دینی او قومي ډلو څخه جوړه شوې چې دې ټولو له هند سره د عسکري پاڅونونو او ټولنیزو شخړو په مخنیوي کې مرسته کړې ده.
بله خوا پاکستان د اسلامي جمهورت په نامه یادېږي او عسکري ځواک پکې حاکم دی چې له ۱۹۴۷ راهیسې یې تر اوسه دری انقلابونه کړي دي او دری ځله یې ملکي حکومتونه را پرځولي دي. د پوهانو په اند دغه وضیعت په پاکستان کې د دکتاتوري فضا عامه کړې ده، فساد ته یې لار هواره کړې ده او په ټولنه کې یې داخلي ګډوډي ډېره کړې ده.
اقتصاد:
په هندوستان کې د شلمې پېړۍ د وروستۍ لسیزې له نیمايي څخه وروسته چې له پاکستان سره یې شخړې ودرېدې اقتصادي پرمختګ چټک شو. په دې وروستیو کلونو کې دغه پراختیا لا ګړندۍ شوه چې اوس د داخلي تولیداتو له پلوه د نړۍ اووم ستر اقتصاد ګڼل کېږي. یوه امریکايي څېړنه وړاندوینه کوي، چې ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې هندوستان د نړۍ دریم اقتصادي ځواک وګرځي. هندوستان خورا ستر بشري ځواک لري، چې له یو ملیارد څخه اوړي او په دې سره یې ستر نړیوال شرکتونه جذب کړي ځکه له یوې خوا هندوستان ستر استهلاکي مارکیټ دی او له بلې خوا ماهر او ارزانه کاري ځواک لري چې په دې سره د هندوستان د خلکو اقتصادي وضیعت هم په ښه کېدو دی. د هندوستان بهرني سیاست او بالیوډ هم د نړۍ په کچه د هندوستان نوم ډېر ښه کړی او بهرنۍ پانګې یې را جذب کړې دي.
خو پاکستان بیا د سیاسي ګډوډیو په منګلو کې ښکېل دی، تل پکې وسله والې شخړې دوام لري چې بېلابېلو جهادي خوځښتونو لکه د پاکستاني طالبانو تحریک دا اور بل ساتلی دی. سربېره پردې پاکستان د مذهبي او فرهنګي اخ او ډب شاهد دی او دې وضیعت پاکستاني ټولنه پاشلې ده، پانګوال یې اړ ویستلي چې له هېواده پښې سپکې کړي، بهرنۍ پانګه جذب نه شي او همدارنګه په بازار کې د ښځو ونډه محدوده ده.
ښوونه او روزنه:
د هندوستان حکومت د زده کړو له پراختیا سره مرسته کوي، بېلابېل تخصصي پوهنتونونه او مؤسسات یې را ایجاد کړي، چې په دې سره اوس هندوستان د نړۍ دویم ستر تعلیمي مرکز ګڼل کېږي. تعلیمي زیربناوې یې پیاوړې کړي دي، چې هر کال په ملیونونو محصلین فارغوي. د زده کړې برخې ته د حکومت پاملرنې د اقتصاد او ټکنالوژۍ په کچه بشري پانګه پیاوړې کړې او په دې سره هند کولی شي د نړۍ له سترو کمپنیو سره سیالي وکړي، هندي سوداګر د ټکنالوژۍ ستر شرکتونه رهبري کړي او یا د نړۍ په نورو شرکتونو کې کار وکړي.
پاکستان بیا د زده کړو په برخه کې هغه که د زده کړو زېربنا ده او که د زده کړو پروګرامونه له خورا ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی. له همدې کبله د هېواد نږدې نیمايي برخه له نالوستۍ څخه رنځېږي او په عمومي ډول د اقتصادي او ټولنیزې پراختیا لپاره د بشري ځواک له کمښت سره مخ دی.
اصلي متن په لاندې پته کتلی شی:
http://www.sasapost.com/why-india-more-advanced-than-pakistan/?utm_source=sasapost_slider_small
پای
د بنګله دېش مخکينۍ نامه مشرقي پاکسان وه بله دا چې د پېرنګیانو د حکومت په وخت کې د مړي په سوزېدو نه بلکې د سړي د مړي سره د هغه د ژوندۍ کونډې په سورېدو بندېز وو هندیان د کونډې د ځپل خاوند سره د ژوندۍ سوزېدو رسم ته ستي وايي یو شعر دې چې د خپل یار سره ځان وسېزي په اور کې زه په دا رسم مین یم د هندوانو
ډېره مننه.
ښه او جالب معلومات دي
مننه