تاند، شنبه، د اسد ۲۶مه: د هند د دفاع وزیر پاکستان ته په ګواښ ویلي، د اټومي وسلو کارونه یې د سیاست برخه نه ده، خو که ډېر د پاکستان له لاسه مجبور شول کیدای شي دا سیاست بدل کړي.

 د هند د دفاع وزیر راجنات سېنګ پخران ایالت ته د سفر په ترڅ کې د اټومي وسلو د تجربو له یو مرکز څخه د لیدنې پر مهال ویلي،  هند د یو اټومي هېواد په توګه له اټومي وسلو څخه د استفادې نه کولو سیاست ته ژمن دی او تر اوسه یې په کلکه عمل پرې کړی دی، خو دا ژمنتیا مو په شرایطو پورې اړه لري.

د اټومي وسلو د قوانینو له مخې هند لومړی د اټومي وسلې د کارولو حق نه لري، خو که چا پرې اټومي برید وکړ، نو کولی شي خپلې اټومي وسلې یې پر ضد وکاروي.

ښاغلي سینګ دا خبرې په داسې حال کې کړي دي چې په دې وروستیو کې له هند سره د کشمیر د یو ځای کولو په پېښه پاکستان توند غبرګونونه ښيي او په کشمیر، لندن او د پاکستان نورو سیمو کې د هند پر ضد توند لاریونونه رهبري کوي.

پاکستان دغه راز له ملګرو ملتونو غوښتي چې د هند د وروستي اقدام په اړه د امنیت شورا د بیړنۍ غونډې د رابللو غوښتنه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *