تاند- هندي چارواکو امریکا ته ویلي چې په افغانستان کې د موقت حکومت له جوړېدو سره مخالف دي.
هندي رسنۍ وايي چې هند په افغانستان کې له موقت حکومت سره خپل مخالفت تېره میاشت د قطر تر شپږ ورځنیو خبرو مخکې هغه مهال اعلان کړ چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د سیمې له هیوادونو سره د سلامشورو په لړ کې نوي ډیلي ته ورغی.
طالبانو هم ظاهراً له موقت حکومت سره مخالفت ښکاره کړی خو د افغانستان حکومت او یو شمېر ګوندونه د موقت حکومت کلک مخالفت کوي او وايي چې د موقت حکومت د جوړېدو په صورت کې به په افغانستان کې یو وار بیا د کورنۍ جګړې اور بل شي.
هند د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ته ویلي چې باید انتخابات وشي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویندوی د موقت حکومت د وړاندیز په ځواب کې وویل چې باید په افغانستان کې په خپل ټاکلي وخت د ولسمشرۍ انتخابات وشي.
هندي چارواکو خلیلزداد ته ویلي چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ژر وتلو دلایل درک کولی شي خو د سولې هر راز موافقه باید د افغانستان سیاسي جوړښت او اوسنی اساسي قانون ومني.
د هند اکانومیک ټایمز ورځپاڼې نن /دوشنبه/ د هندي چارواکو په قول ویلي چې د صدراعظم نریندر مودي حکومت غواړي چې په افغانستان کې خپل سیاسي – امنیتي علایق وساتي، خو په عین وخت کې د هیڅ ډول موقت حکومت، چې مشروعیت نه لري، پلویتوب نه کوي.
هندي چارواکي وايي، د موقت حکومت خطر په دې کې دی چې هغه کسان به پکې برلاسي وي چې له بهره تپل کېږي، نو د افغانانو په ګټه نه دی.
هندي رسنۍ وايي چې د منځنۍ اسیا هیوادونه هم د هند په شان په افغانستان کې د موقت حکومت مخالف دي او باور لري چې موقت حکومت په افغانستان کې د ګډوډۍ سبب کېږي.
هندي چارواکو ویلي چې په دې اړه له روسیې، چین او ایران سره هم خبرې کوي.