تاند- هند هغه راپورونه په کلکه رد کړل چې پر اساس یې ویل شوي وو چې یوه هندي کنسورشیم د افغانستان د حاجي ګک د وسپنې په کان کې د څو ملیارد ډالرو له پانګونې لاس اخیستی دی.

د افغانستان بېلابېلو رسنیو د طلوع نیوز دا خبر بیا بیا خپور کړ چې ګواکي هندي کنسورشیم په حاجي ګک کې د ۱۰ ملیارده او ۸۰۰ ملیون ډالرو له پانګونې په شا شوی دی.

دغه تلویزیون د هند د شاتګ وجه د افغانستان او پاکستان د استخباراتي ادارو ترمنځ همکاري بللې وه.

د هند (SAIL) کمپنۍ په مشرۍ څو شرکتونو (کنسورشیم) په ۲۰۱۱ میلادي کال د بامیان د حاجي ګک د وسپنې کان د استخراجولو لپاره چمتووالی څرګند کړ خو هیڅکله یې نه عملي کار پیل کړ او نه یې رسمي قرارداد لاسلیک کړ.

په کابل کې د هند سفیر امر سینها په یوه پیغام کې، چې په خپله ټویټرپاڼه کې یې خپره کړې ده، ویلي:«دا (رپورونه) غلط دي، غونډه په دې شوې چې دا پروژه وڅېړل شي او جاج یې واخیستل شي. تراوسه پوري کومه پرېکړه نه ده شوې.»

د حاجي ګک د وسپنې کان پروژه تر ټولو لویه پروژه ده چې هندیانو پکې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

په وروستیو ورځو کې د افغانستان او پاکستان د استخباراتي ادارو ترمنځ د همکارۍ موضوع ته د افغانستان یو شمېر رسنیو زیاته لمن ووهله. د رسنیو دې تبلیغاتي کمپاین نه یوازې عام افغانان بلکې هغوی چې ځانونه د چارو کارپوهان بولي، هم تر اغېز لاندې راوستي دي.

2 thoughts on “هند په حاجي ګک کان کې د هندي کنسورشیم د پانګونې د فسخه کولو راپورونه رد کړل”
  1. طلوع او هر هغه رسنۍ چی ملی اختلافاتو ته لمن وهی او تل یی دا هڅه ده ترڅو په وطن کی ناخوالی لا زیاتی شی باید د حکومت له لوری عدلی او قضایی ارګانونو ته د پوښتنو په موخه وروغښتل شی
    او طلوع او د مابی ګروپ په مجموع کی د کلونو راهیسی دغسی مسئلو ته پراخه لمن وهلی ده هیله ده چی غور یی وسی.

  2. تر هرڅه دمخه ټولو ته سلامونه او نیکی هیلی!
    وروسته تر سلام فقط او فقط دا ویل غواړم چی افسوس می د افغانانو پر حال دی چی څومره ژر قضاوت کوی او پر هر بی بنسټه راپور باندی باور کوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *