تاند- په ۲۰۱۴ میلادي کال په نړۍ کې تر ټولو زیاته وسله هند وارد کړې، ورپسې سعودي عربستان، چین او متحده عربي اماراتو تر ټولو زیاتې پیسې د پیسو په رانیولو لګولي دي.
د سویډن په ستاکهلم کې د سایبري سولې څېړنیز انستیتیوت نن /سې شنبه/ اعلان وکړ چې هندوستان، چې اقتصاد یې په چټکه مخ پر وده دی، په ۲۰۱۴ میلادي کال د خپلو دوو سیالو ګاونډیانو یعني پاکستان او چین په پرتله درې هومره زیاته وسله وارد کړې ده.
هند د ۲۰۰۵ تر ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ د وسلو واردات څه باندې دوه برابره زیات کړي دي.
د ستراتیژیکو دفاعي وسلو په جوړولو کې د هند د وړتیا کموالی سبب شوی چې دا هیواد له نورو هیوادونو څخه پرمختللې وسلې واخلي خو چین، چې یو وخت د وسلو تر ټولو ستر واردوونکی هیواد و، د وسلې جوړولو په صنعت کې د پرمختګ له کبله اوس درېم لوی واردوونکی هیواد دی.
د راپور پر اساس له چین څخه پاکستان ۴۱ فیصده، بنګله دېش ۱۶ او میانمار یا برما ۱۲ فیصده وسله واردوي.
هند په تېرو پنځو کلونو کې د نړۍ د وسلې جوړولو سترو کمپنیو ته نژدې ۱۷ ملیارد ډالره ورکړي دي.
په تېرو ۱۵ کلونو کې هند د ۱۲۰ ملیارد ډالرو وسلې پېرودلي او ګومان کېږي چې په راتلونکو لسو کلونو کې به د ۱۲۰ ملیارد ډالرو نورې وسلې رانیسي.
هند تر ټولو زیاته وسله له روسیې، امریکا او اسراییلو اخلي.