تاند، پنجشنبه، د عقرب ۲۳مه: د کرنې وزارت وایي، د هند غنمو د تازه ۷۵ زره ټنه مرستې لومړنۍ محموله یې تر چابهار بندر را رسېدلې ده، خو وايي هند ترې غوښتي چې کابل دې ورته د پیازو صادرات زیات کړي.
د کرنې وزارت له لوري تاند ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي جې، نن په دې اړه په کابل کې د هند سفیر ویني کمار د کرنې له وزیر نصیر احمد دراني سره خبرې کړې دي او ورته یې ډاډ ورکړی دی چې ۷۵ زره ټنه تازه مرسته شوي غنم به ژر کابل ته راورسوي، خو په دې هم ورسره غږېدلی چې افغانستان هند ته د پیازو صادرات وکړي.
خبرپاڼه کاږي، د هند سفیر کابل ته ژمنه ورکړه چې د کرنې وزارت ته به په کرنیزه برخه کې تحصیلي بورسونه هم ورکړي تر څو د افغانستان د کرنیزې میکانیزې او ودې سره مرسته وشي.
په دې لیدنه کې ویني کمار د افغانستان د پیازو صادرات ته دهند د شدیدې اړتیا خبره هم کړې ده او زیاته کړې یې ده چې په دې برخه کې هم هند غواړي چې افغانستان ورته پراخه اندازه پیاز صادر کړي.