تاند، دوشنبه، د میزان اوله: هند خبرداری ورکړی چې په کشمیر کې د پاکستان له ملاتړه برخمن د جیش محمد ډلې ویجاړ شوي کمپونه بیا له سره ودان شوي دي.
د هند د پوځ لوی درستیز بیپین راوات وايي، د فبرورۍ د ۲۶مې له بریدونو وروسته چې هند پر دغو کمپونو د پاکستان تر ولکې لاندې سیمو کې وکړل، اوس ترهګر بیا دغلته فعال دي، خو هند به دا وار پرې د تېر په پرتله لا زیات شدید ګوزارونه وکړي.
نوموړې نن دوشنبه د هند د چنای په نظامي اکاډمۍ کې یو خبري کنفرانس ته ادعا کړې چې د جیش محمد ډلې جنګیالیو ته یو وار بیا روزنیز کمپ په سیمه کې فعال شوی دی: (( پاکستان اوربند مات کړی دی، درګرده هڅه کوي چې ترهګر زموږ خاورې ته راننباسي، مګر موږ پوهېږو چې اوربند ماتوونکي سره څه وکړو.))
خو د هند د دې خبرو په ځواب کې له اسوشییتډ سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي دنوم نه ښودلو په شرط ویلي، د هند دا ډول اتهامات ناسم دي.