تاند: د هند په مهاراشترا ایالت کې د سختو ورښتونو له کبله د اوبو یو بند مات شوی چې له کبله یې ۶ کسان او ۳۰ نور نادرکه شوي دي.
هند کې د مون سوني ورښتونو له کبله دې وروستیو کې سخت زیانونه اوښتي دي.
راپورونه وايي، د اوبو دا بند تیواري ډیم نومېده او رتنګري سیمه کې یې موقعیت درلود.
د هند د بیړنیو مرستو ادارې این ډي ار ایف ویلي، د نادرکه شویو کسانو د مړو موندنې لپاره یې ۲ ډلې ګمارلې دي او تر اوسه دوی ایله د ۳ مړیو په را ایستلو توانېدلي دي.
حکومتي چارواکي وايي، د مرستندویه چارو د چټکتیا لپاره یې له پوځ نه هلیکوپټرې او د سمندري ځواکونو له قومندانۍ نه ژغورونکې ډلې هم غوښتې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ممبۍ کې هم د بارانونو له کبله د کورونو د نړېدو څو پېښو کې ۲۲ کسان مړه شوي وو، دغه راز پونا ښار کې هم د دیوال د راغورځېدو پېښه کې ۶ کارګر مړه شوی وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *