تاند: د هند په اتراپردیش ایالت کې د بس موټر چپه کېدو له کبله ۲۹ کسان مړه شوي او ۲۳ نور ټپیان دي.
چارواکي وايي، دغه بس موټر له دهلي نه اګرې ته روان وو چې له یو پل نه یو لوی خوړ ته غورځېدلی او ټپيان یې سمدستي روغتون ته رسول شوي، مګر پولیسو ورته د ۲۹ کسانو د مړینې تصدیق کړی دی.
پولیسو ویلي، په دغه بس کې ۵۰ کسه سورلۍ ناسته وه او ډرېور یې خوب وړی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *