تاند، یکشنبه، د قوس ۱۰مه: هندي پولیسو د اندراګاندي په نړیوال هوايي ډګر یو افغان نیولی دی چې په بوټانو کې یې یو کیلو سره زر قاچاقول غوښتل.
د هند د ګمرکي چارو اداره وايي، دغه کس د جمعې په ورځ له مزار شریف څخه هندوستان ته ورغلی او نن په هوايي ډګر کې تالاشۍ ته له درول کېدو وروسته نیول شوی چې یو کېلو ګرام سره زر یې په بوټانو کې پټ کړي وو.
پولیسو ویلي، له دغه افغان سره یې د ۳۴ لکه هندي کلدارو په ارزښت ۹۹۷ ګرامه سره زر نیولي دي او اعتراف یې کړی دی چې تر دې وړاندې یې هم له دغه هوايي ډګر څخه ۴۰۰ ګرامه سره زر قاچاقي تېر کړي وو.
افغانان په هند کې ډېری مهال د مخدره توکو او همدا راز له ګمرکي محصول څخه د توکو پټ تېرولو په جرم نیول کېږي.