محمود اختر

تاند – د هند حکومت په نوي ډیلي کې د پاکستان د های کمېشنر دفتر (سفارت) یوه جیګپوړي کارمند محمود اختر ته ۴۸ ساعته وخت ورکړی دی چې له دغه هېواد څخه وځي.

هندوستان محمود اختر د رذیل یا نه منلو وړ سړي په توګه یاد کړی دی او ویلي یې دي چې نوموړي د آی اېس آی لپاره کار کاوه.

د هند یوه تلوېزیوني شبکه NDTV د هندي چارواکو له قوله وایي چې اختر د چارشنبې په ورځ په یوه ځایي ژوبڼ کې له دوه کسانو څخه له پاکستان سره په پوله د حساسو پوځي توظیفاتو په هکله معلومات ترلاسه کړي دي.

 مولانا رمضان او سبحش جهانګیر چې ویل کیږي د آی اېس آی لپاره یې جاسوسي کوله
مولانا رمضان او سبحش جهانګیر چې ویل کیږي د آی اېس آی لپاره یې جاسوسي کوله

د هند د راجستان دوه تنه اوسېدونکي مولانا رمضان او سبحش جهانګیر چې محمود اختر د جاسوسۍ لپاره توظیف کړي ول ځای پرځای د پولیسو له خوا نیول شوي خو پاکستانی سیاستوال د دپلوماتیک خوندیتابه لرلو له امله نه دی نیول شوی او ورته ویل شوي چې چټک دې له هند نه وځي.

اېن ډي ټي وي وایي چې په نوي ډیلي کې د پاکستان های کمېشنرعبدالباسط د بهرنیو چارو وزارت ته غوښتل شوی او هند د پاکستاني سیاستوال د بې ځایه حرکاتو په هکله خبرداری ورکړی دی.

ویل کیږي چې د پاکستان بېلابېلې استخباراتي ادارې په ځانګړې توګه د نظامي استخباراتو اداره (آی اېس آی) په افغانستان، هند او بنګله دېش کې د اسلام او اسلامي ارزښتونو د حمایې په نامه ګڼ شمېر ځوانان په بېلابېل ډول تطمیع کوي او حساس حکومتي رازونه ترې ترلاسه کوي چې په یو شمېر مواردو کې یې بیا د خپلو لوړو ګټو لپاره د طالبانو د مشرانو په څېر په نورو خرڅوي. بنګله دېش تېر کال د جماعت اسلامي په نامه د پاکستان پلوې ډلې څو مشران په همدې تور اعدام کړل.

One thought on “هند یو پاکستانی سیاستوال د «رذیل سړي» په توګه له هند نه وباسي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *