تاند- یوه هندي موسسه، چې د انسان مصنوعي غړي جوړوي، ۱۰۰۰ تنو افغنانو ته، چې په جګړه کې یې لاس و پښې بایللي دي، وړیا مصنوعي غړي ورکوي.

د هند د جیپور فوټ کمپنۍ د افغانستان له حکومت سره یوه موافقه لاسلیک کړه چې پر اساس به یې دا کمپنۍ زر تنو افغانانو ت، چې په تروریستي بریدونو کې یې پښې قطع شوي او یا د ګوزڼ په وجه شل شوي وي، مصنوعي لاس و پښې ورکړي.

د افغانستان د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولانو د چارو وزیرې امینې افضلي وویل:«هندي موسسې موافقه کړې چې افغان معلولانو ته وړیا غړي ورکړي.»

دې همداراز وویل، هندۍ کمپنۍ به هغو افغانانو ته وړیا غړي ورکړي چې د سړک د غاړې په بمي چاودنو، تروریستي بریدونو او د ګوزڼ د ناروغۍ په وجه معلول شوي دي.

مېرمن افضلي هیله څرګنده کړه چې د هند دا مرسته به د دوو هیوادونو اړیکې لا زیاتې او پراخې کړي.

په افغانستان کې د هند سفیر امیر سنها وویل چې هیواد یې له افغانستان سره د مرستو او ملاتړ دوام ته ځان ژمن بولي.

هند غواړي چې په جیپور کې د افغان معلولانو لپاره نور مصنوعي غړي جوړ کړي.

One thought on “هند ۱۰۰۰ معلولو افغانانو ته مصنوعي غړي ورکوي”
  1. ذهن ته مې يوه پوښتنه راغله ، عجيب وخت شو ، توبې اوباسم ، د ( کل ا لمومنين اخوت ) د سیوري لاندې په نوم مسلمان ورور را څخه خپې غوڅوی او هندو راته خپې اچوي ، زه د چا ورورولي غوره وګڼم؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *