په هنر او ادبياتو کې د ژمنتيا مسئله له عمده بحثونو څخه شمېرل کېږي. په دې برخه کې دا موضوعات مطرح کېږي چې څه ته ژمنتيا ويل کېږي او ادبيات له ژمنتيا سره څه تړاو لري، ژمنتيا د څه او چا لپاره او ايا د اصولو له اړخه هم دا امکان لري چې هنر او ادبياتو ته په يوه ژمنيتا قايل شو؟ دا هغه پوښتنې دي چې ممکن هر اديب ورڅخه ځانګړې اخيستنه ولري.
دې پوښتنو ته د کره ځواب موندلو لپاره اړينه ده چې لومړى يې فکري سرچينه او بنسټ وپلټو. که چېرته ارزښتونو ته د نسبي چارې په سترګه وګورو، نو بايد ووايو چې ژمنتيا هم نسبي چاره ده، په دې مانا چې هم د خپل ارزښت او هم د مفهوم او مانا له اړخه مطلقيت نه مني.
پورتنۍ خبره په بل عبارت هم وړاندې کولى شو، لکه څنګه چې ارزښتونه په هره ټولنه کې بدلېږي او ثابت نه دي، ژمنتيا هم د افرادو په باورونو کې د يوې ارزښتي او اخلاقي چارې په توګه توپير کوي.
هغه ژمنتيا چې هنرمند پرې هنر ته قايل دى، د هنرمند التزام د خپلې هنري چارې لپاره دى، خو هغه ژمنتيا چې عام وګړى يې له هنره غواړي، هغه ټولنيزو ارزښتونو، کارونو او عمومي ګټو ته د هنرمند التزام څرګندوي.
په دې ترتيب د ژمنتيا په مانا کې هم نسبيت رامنځته کېږي او امکان لري چې هر فرد له ژمنتيا څخه ځانګړې اخيستنه ولري، خو دلته له ژمنتيا څخه موخه د ملي رسالت او اخلاقي التزام څخه هغه ډول دى چې يو هنرمند او اديب يې د خپلې ټولنې پر وړاندې لري.
دغه رسالت کله له ټولنيزو فشارونو او کله هم د هنرمندد او اديب له ويښ وجدان څخه سرچينه اخلي او کله هم د ټولنيز وضعيت څخه د فرد د خبرتيا او يا د ځينو په قول د هنرمندد له هغه مزاج څخه را ټوکېږي چې په انساني فطرت کې نغښتى وي.
له پورتنيو ټولو سرچينو څخه چې څه تر لاسه کېږي، دادي چې ادبيات او يا هنر، يوه ژمنتيا ده، څه د ځان پر وړاندې او څه هم د ځانه د باندې،خو هغه څه چې پوښتنه پيدا کوي، د اديب او هنرمندد ژمنتيا ده.
مثلا هنرمندد بايد د څه پر وړاندې ژمن وي؟ ځينو دا خبره کړې چې هنرمندد بايد د خپل هنر پر وړاندې ژمن وي او ځينې وايي چې هنرمندد بايد يواځې د خپلې ټولنې پر وړاندې ژمن وه اوسي. دا پروا نه لري چې د هغه هنر د فردي او يا هم ټولييز فعاليت محصول وي.
له همدې امله هنرمندد هڅه کوي چې د کلمو په پنځونه او زياتونه او يا هم په ژبني تفصيل سره يو څه وپنځوي او له بلې خوا هغه څه چې دې کلمو ته منځپانګه او مانا وربښي، خپله ټولنه او ټولنيز جوړښتونه دي.
نو پر دې بنسټ هغه څه چې له هنر نه هنر جوړوي، ذهن او عيني ليد دى. ذهن هغه څه دى چې بهرنيو لاملونو ته په پام سره د خپل ژوند وزرې له سره پرانېزي اوهنرمندد دنده لري چې خپلو ذهني مفاهيمو ته عينيت ور وبښي.
له دې دواړو څخه هر يو د هنر جريان او د هنر توليد رامنځټه کوي، له يو بل سره تړلي او شتون يې له يو بل سره اړين دى.
له بلې خوا له واقعيت څخه د هنر بېلول په حقيقت کې يو ډول ځان غوښتنه ده چې هنر مند په خپل دام کې را نيسي او د هنر لاس له يوې اوږدې زمانې عمر درلودلو څخه پرې کوي.
ددې نظر د پلويانو په وينا، که چېرته هنر ونه شي کولى چې د شته واقعيتونو راز په لاس راوړي، په حقيقت کې له هنر څخه تابعيت سلبوي، ځکه چې هنر همغه ټولنيز وجدان دى چې څېره يې په ښکلي بيان کې را څرګنده شوې او غوړېدلې ده.
دې کړنې ته په پام سره، موږ هم په دې باور يوو چې هنر او ادبيات هېڅکله هم د ټولنې له اډانې نه دي وتي او نه شي وتلى. هنر او ادبيات د خپلې هستۍ له اړخه د هغه چاپيريال يا ماحول منندوى دي چې وده او روزنه يې په کې شوې او دغه چاپيريال د يوه ستر ټولنيز ټاټوبي څه بل څه نه شي کېدى.
له دې اړخه ويلى شو چې هنر او ادبيات هم د خپل زېږون او پيدايښت له اړخه او هم د ژوند او دوام له اړخه له ټولنې او خلکو سره يو ځاى ژوند تېرولو ته اړ دي.
له خلکو پرته به ورته مخکې تګ د بې پښو او بې لکڼې(امسا) مزل په څېر وي. نو ويلي شو هغه هنر چې د خلکو له اندېښنو او هيلو څخه ځان وغړوي، نو امکان نه لري چې د تل لپاره د خلکو په زړونو کې پاتې شي.