هنرمند

ته چې راغلې له ماسترګې اواره شوې

په ټټر پورې مې اوښکې وټومبلې

ته چې راغلې زنده ګي مې شوه بدله

لانده ستوني کې مې وچې شوې بدلې

******

زما هغه اوله شپه د پیغلتوب وه

کومه شپه چې مې تر غاړې پورې راغلې

جنتونه دې تر خپلو پښو کړل لاندې

زما لمنې ګنهګارې پورې راغلې

******

ته چې راغلې په لاسو کې دې ډیوې وې

خو ما کله هم رڼا لیدلې نه وه

له زړګي مې حیراني غیږه راتاو کړه

ما په عمر دا ښکلا لیدلې نه وه

*******

زه انسان وم خو حواس مې و�� تړلي

ما لمس کړې زنده ګي لالیه نه وه

منم ته مې لاشعور کې رازرغون وې

خو دا مینه واقعي زړګیه نه وه

********

ته چې راغلې ځواني وکړې غځونې

نامالوم احساس مې زړه ته شو دننه

ستا رګونه مې لیمو کې وکرلو

ستا مست روح مې ژوندانه ته شو دننه

******

شرمیدمه پیغلتوب مې راژوندی وو

ما دې سترګو کې افکار لوستلی نه شوی

انګوري ژوند مې وو تاته دربښلی

ما بې تانه بل یو یار لیدلی نه شوی

******

منم سیوري د خندا دې راته جوړ کړل

خوشالي مې له پلو په څڅیدو ده

خو چې راغلې هنرمنده جادوګره

شاعري رانه ولا په ختمیدو ده

1393/01/22

3 thoughts on “هنرمند / د شفیقې خپلواک نظم”
  1. د نورو لیکنو په څېر دې دا نظم هم ډېر عالي و
    د فکر خونه دې روښانه اوسه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *