په شعر کې هنري نوښت څه ته وايي؟
هنر د يوې رښتنې نړۍ يو په زړه پورې انځور دی، چې د ښکلا پېژندنې تصوير پکې تر سترګو کېږي، هنر د ټولنيز شعور يو ځانګړی فورم او بڼه ده چې د انسان د کړو وړو حقيقت په هنري ډول انځوروي)).( )
په هنر کې هر څه ښکلي دي. که يو شعر هنري جوهر ولري هم ښکلی دی. هنر د ښکلا ځانګړې برخه ده او د چرنيشوفسکي له خولې په هنر کې د يوه اثر ښکلا هر وخت د هنري تکنيکونو په کارولو سره د هنرمند مهارت نه ټاکي بلکې له هر څه دمخه دغه ښکلا د رښتنې نړۍ د ارزونې څېړنه او تغير په ګوته کوي.
هيګل هم د استه تيک په اثر کې په دې ټينګار کوي: په هنر کې ښکلا له طبعي ښکلا څخه لوړه ده.))( )
همدا راز يو بل نامتو هنر پوه لوکريتوس Lucretius څرګنده کړې ده، چې:
په زړه ورتيا سره ويلای شو چې ښکلي هنري اثار د نړۍ شاعرانه حکمرانان دي.))( )
همدغه هنر دی، چې يو هنرمند د همدې هنر په مټ هنر پېژني او خپل هنر ټولنې ته وړاندې کوي، نو په همدې بنسټ ويلای شو چې هنر په ټولنه کې د خپل هنري ارزښت له مخې ځانته يو ټاکلی مقام خپل کړی دی. د يوه هنري اثر ښکلا د څو لاملونو له بابته د پام وړ دی.
لومړی دا چې هنرمند د خپل کار لپاره کومه موضوع ټاکي؟ دویمه دا چې کله چې هنرمند ټاکلې سکالو ته د هنر جامې په تن کوي، د ټولنې لپاره څومره د پام وړ ده؟ خو ددې ټولو لاملونو سربېره د هنرمن مهارت ډېر مهم دی، چې ټاکلې موضوع ته څه رنګ او خوند ورکوي او کومه هنري دب دبه وربخښي؟
د يوې غوره سکالو او بيا د يوه ښکلي او کره شعر لپاره لومړی بنسټ، زړه، راښکونکي کلمات او کره ژبه ده.
د يوه هنري اثر ښکلا په دې کې هم ده چې هنرمند د خپل چاپېريال رښتني انځور ټولنې ته وړاندې کړي، چې د ټولنې هر تن په کښل شوي اثر کې خپل ځان وګوري.
له رښتیني انځور څخه موخه په يوه اثر کې د هنري توکو رانغاړل دي او د ښکلاييزو ارزښتونو پالل چې د يوه هنري اثر نوښت ته رنګ او خوند بخښي.
د ستکپير دغه تلپاتې اند څومره د پام وړ دی، چې کښلي يې دي:
د هنر ښکلا هغه مهال ښکلې وي، چې د حقيقت په پسول ښکلی شي)
ددې لپاره چې د يوه هنرمند نوښت ته د پای ټکی کېنږدو، نو اړينه نه ده چې هنرمند دې يوازې د خپل چاپېريال حقيقتونه خپلې ټولنې ته وړاندې کړي، بلکې هنرمند کولای شي د يوه راتلونکي چاپېريال او ټولنې په هکله خپل هنري نوښت په خپلو اثارو کې وپنځوي، دا ځکه چې کله کله د نن حقيقت د سبا ورځې معيار نشي ګڼل کېدای، خو که چېرې هنرمند د خپل اند په واک او ځواک راتلونکي چاپېريال په خپلو اثارو کې انځور کړي، دا به د ده د پوهې ځواکمني وي او د خپل مهال يو ښه اثر او یاغي شهکار
د ساري په توګه د تر سټانټ ايزولټ Tristant Iseult کيسه يادوو چې د منځنيو پېړيو د يو ياغي شاعر په توګه یې د خپل بېباکه هنر په مټ په يوه غنايي شعر کې په بربنډه توګه د هغه مهال انځور کښلی دی.
دا خبره مې ددې لپاره وکړه چې هره ټولنه خپلې ځانګړنې لري، دا چې يو هنرمند د راتلونکي ټولنې ناخوالې د خپلې وړاندوينې له مخې څه ډول کاږي دا دده د هنر يوه بله بېلګه ده.
د بېلګې په توګه کله چې د منځنيو پېړيو کمپله ټوله شوه او د رنسانس لمر تياره ګوټونه وځلول، نو ښکاره شوه چې د تېر پېر هنر د نوي هنري بهير په پرتله بيا د پرتلې ټوله وړتيا نه درلوده.
که څه هم چې زوړ نه وي نوی نشته خو هنرمند ته څښتن تعالی دا وړتيا ور په برخه کړې ده، چې د تېر هنر ورغوي، ولولي او له هغو تتو کرښو نه ګټه واخلي او خپل هنر د راتلونکو ټولنو لپاره ابدي کړي، چې مونږ پېکاسو د بېلګې په توګه يادولای شو.
په يوه ادبي او هنري اثر کې هنري او ښکلاييز اړخونه ډېر د پام وړ دي او د يوه ښه ليکوال لپاره يې د پنځونې وسيله او سرچينه ګڼلی شو.
د دې او داسې نورو يادونو په اړه به په زړه پورې وي چې د يوه ادبي او هنري کارپوه ولاديميرکورکين د مرکې يوه برخه چې له وتلي کره کوونکي چنګيز ايتماتوف سره کړې ده را واخلو:
کورکين: آيا ته په دې اند يې چې نړۍ به نوي شکسپير وزېږوي؟
ايتماتوف: مايو وار دغه پوښتنه له ديمتري شو ستاکوويچ څخه وکړه او هغه راته وويل، چې اوس ددې امکان شته چې نوی شکپير وزېږي، دا ځکه چې اوسنی انسان د فکري يووالي هغې کچې ته رسېدلی چې له تېر سره د پرتلې وړ نه دی.
نو زه هم په دې اند يم د اوسني مهال هنرمند به نه يوازې خپله ټولنه او خپل چاپېريال د خپل هنر په مټ انځور کړي بلکې ټوله نړۍ به د خپلو هنري انګېرنو له مخې داسې راتلونکي کول ته ور وپېژني لکه څرنګه چې شکپير او نورو مونږ ته په ميراث پرېښی دی.
همدا راز تولستوي او داستايوفسکي د خپل مهال هغه ادبي او هنري څېرې دي، چې د استايوفسکي ته يوازې د نړۍ انسان د پام وړ وو، ولې تولستوي ته بيا ټول بشريت او د څښتن تعالی مخلوق.
د وخت همدغه نوښتګر او روڼ اندي ليکوالان او هنرمندان ول چې د خپل مهال هنري انځور يې مونږ ته په ميراث پرېښی دی، نو ځکه خو مونږ اوس د هنر بېلابېل پړاوونه په درې برخو وېشو:
ولسي او فولکلوريک هنر
کلاسيک يا د منځني پير هنر
اوسنی يا معاصر هنر
د لومړي پېر هنر چې ولسي بڼه يې لرله او سينه په سينه له يو نسل نه بل نسل ته لېږدېدله او د ژوند ذاتي پېښې به يې په خيالي او سمبوليکه بڼه لېږدولې، د پلکلوريک هنر په نوم يادېږي چې ولسي شعرونه يې له غوره بېلګو څخه ګڼلی شو.
که څه هم ددې پېر هنر د وروسته پاتې ټولنې يو تت انځور په ګوته کوي، ولې بيا هم ددغه پېر ولسي ادب او هنر د ډېرې ستاينې وړ دی، چې ځينې توکي يې اوس هم هغو ارزښتناکو مرغلرو ته ورته دي چې زوال نه لري. مونږ د مصر هېواد يو شمېر هنري اثار د بېلګې په توګه يادولی شو:
د منځني يا کلاسيک پېر هنر هم دومره پياوړی و چې د هنري او ادبي مکتبونو بڼه يې خپله کړې وه او تر ډېره مهاله د ټولنې ډېرو هنرمندانو دغه هنري او ادبي مکتبونه پالل او د تېر هنر دب دبه يې په خپلو اثارو کې د هنري ارزښت له مخې پنځوله. په دغه پېر کې د بشريت ډېره لويه هنري پانګه او شتمنۍ خوندي ده چې د اوسني پېر ډېر هنرمندان او شاعران هم پرې وياړي.
اوسنی هنري پېر چې د (۱۹) مې پېړۍ له پای او د (۲۰) مې پېړۍ له پيل نه پيلېږي، ډېر نوي هنري اثار چې د هنر پوهنې له مېتود سره سم په معياري بڼه رامنځته شول، د ډېر ارزښت وړ دي.
لکه څرنګه چې د لرغوني پېر اثار په منځني پېر کې او ان تر اوسه پورې د پام وړ دي، دارنګه يو شمېر کلاسيک اثار د اوس مهال لپاره نه يوازې ګټور دي بلکې ډېر پلويان او پيروان يې اوس هم پالي.
نو بې له شکه ويلای شو، چې د اوسني پېر هنري اثار به هم راتلونکو هنري او ادبي پېرونو ته نه يوازې د پام وړ وي بلکې تر ډېره مهاله به خپله هنري دب دبه خوندي کړي.
اوسمهاله هنر لکه د پوهې او فلسفې په څېر د انساني ټولنې د پېژندنې يوه مهمه وسيله ده، چې د ټولنې رښتنې بڼه د خپلو هنري ارزښتونو له مخې انځوروي.
د هنر د پنځونې ارزښت ا وس په دې کې دی، چې هنرمند او شاعر د خپل لوړ تخيل په واک او ځواک د ټولنې پېښې په داسې ګټور او هنري نوښت انځوروي، چې ليدونکي او لوستونکي ورته پښه نيولی کېږي، نو ځکه خو اوس هنر په هر شي کې خپله څېره ځلولې ده ان د ټولنې په مادي او معنوي کلتور يې هم اغېزه کړې ده لکه چې وايي: سياست نه يوازې علم دی هنر هم دی.
ولې شعر د بل هر ادبي ژانر په پرتله له هنر سره نه بېلېدونکي خپلوي لري، نو په دې تړاو، غوره ګڼو چې د هنر او شعر تر منځ اړيکه لا وڅېړو او په دې ټينګار وکړو، چې شعر او هنر لکه د تن جامه يو د بل شته والي ته ښکلا بښي.
لکه د معاصر هنر په اړه چې وويل شول د اوس مهال هنرمند لوړ هنري تخيل په مټ داسې هنري اثار ټولنې ته وړاندې کوي، چې په تېرو هنري او ادبي پېرونو کې یې ساری نه ليدل کېږي.
له دې يادونې سربېره د اوسني هنر د پېژندنې دغې اغېزې ته هم ګوته ونيول شوه، چې د هنر لمن اوس دومره پراخه ده چې په بېلابېلو ټولنيزو ارزښتونو کې د هنر څرک څرګند دی.
ښکلی شعر هم د هنري ارزښت درلودونکی وي، خو لوړ هنري او شاعرانه تخيل د هنر او شعر ترمنځ لکه يو وسپنيز پل داسې برېښي، چې هدوکي يې د شعر او هنر له ښکلا نه جوړ شوي وي.
د هنر په اړه ويل کېږي چې کله هنري نوښت منځته راځي تخيل په خپل ټول ځواک په کار ولېږي. همدا راز د شعر په باب هم راغلي دي چې تخيل د شعر په ټټر ځليدونکي ستوري ټومبي، ولې د شعر غوښې او هډوکي لا د ښکلا په ګلبڼ کې د مخه ټوکېدلي وي، چې شاعر د شعر په پسرلنۍ ځمکه د هنر رنګارنګ ګلان او ګلبوټي کري.
دلته ګورو چې د تخيل معجزه په ذهن او فکر کې د نوښت لپاره يو نوی خوځښت رامنځته کوي او هنري نوښت هم د يوه نوي ذهنيت د رغاونې لپاره زمينه برابروي.
خو لوړ شاعرانه تخيل د شاعر لپاره بيا د شعريت او هنريت بنسټ ږدي.
د همدې لاملونو په رڼا کې ويلی شو چې ښه شاعر هم ښايې هغه وي چې په زړه راښکونکو کلماتو، هنري سمبولونو او د انساني عواطفو له مخې د تخيل په مټ په خپل ذهني او عقلي ځواک سره داسې شعر ټولنې ته وړاندې کړي، لکه د پېکاسو انځورونه چې ژبه نه لري خو خبرې کولی شي.
لکه څه ډول چې په شعر کې د سمبولونو کارونه د پام وړ ده دارنګه د ګوېته په اند په هنر کې هم د سمبولونو ارزښت يوه هنري اثر ته رنګ او خوند بښي.
هنرمندان او شاعران د ټولنې له بل هر غړي نه د ټولنې له ودې او پرمختګ سره د يوه ځيرک او حساس انسان په توګه ژر اشنا کېږي، نو ځکه خو د نړۍ په کوم کونج کې چې کوم ټولنيز بدلون رامنځته شوی دی ورسره جوخت شاعر او هنرمند د ټولنې د هر اړخيزې ودې، پرمختيا او پراختيا په برخه کې خپله هنري دنده او ونډه ترسره کړې ده.
((نو په دې توګه نن سبا کره کتونکي د يوه شعر په هنري ارزونه کې تر عيني انځورونو، ذهني انځورونه او بيا سمبولونه او هغه هم نوي نوي ډېر ټاکنده بولي.( )
د (ولټر) خبره د هنر ټول ډولونه ښکلي دي، نو ځکه خو هنرمند د هنري بهير بېلابېل اړخونه په هر هنري پېر کې پاللي دي او د ټولنې له هر غړي نه يې لا ښه پاللی دی.
خو لکه څرنګه چې انسان د هنر د ودې او پرمختګ لپاره ډېرې هڅې کړي دي، همدارنګه هنرمند هم د انسان په لاره کې پراته خنډونه د خپل هنري ځواک په مټ له منځه وړي دي او د ټولنيزې ودې لپاره يې ډېره ښه زمينه برابره کړې ده.
مونږ وايو چې ټولنيز کلتور د مادي او معنوي ارزښتونو ټولګه ده، خو که چېرې مونږ يوازې د معنوي کلتور او یا يوازې د معنوي هنر اغېزه په يو شمېر ټولنيزو توکو کې وپلټو نو وبه ګورو چې د هنر جامه څومره ښکلې ده.
بيکن) وايي شاعري يو لوړ هنر دی او شاعر د ټولنې ښوونکی دی.
د هېومانېزم زېږېدنه، د شکسپير شعرونه، او د مولير ډرامونه دا ټول هغه هنري فعاليتونه ول چې اوس يې په ټوله نړۍ کې او يا د هنر او ادب په نړيوال ډګر کې بشپړ هنري باور تر لاسه کړی دی.
په پخواني يونان کې د هنر او ادبياتو پرمختګ، د منځنيو پېړيو په تاريکيو کې د انساني پېر او دې ته ورته پېښې … دا ټول هغه څه ول، چې د هنر له برکته د تاج محل ماڼۍ ودانه شوه.( )
د شعر او هنر د اړيکې په اړه سامويل څرګنده کړې ده چې شعر د نورو ځانګړنو په لړ کې يوه هنري څرګندونه هم ده.
که کوم شاعر غواړي چې تل پاتې شعر وليکي غوره ده چې د يوه ت تلپاتي هنر د پنځولو هڅه وکړي.