پوهنه د تيارو رڼاکوونکې او د ژوند د پرمختګونو کيلي ده، پوهنه د بدمرغيو په وړاندې ښه سپر او زغره ده.

د هيواد په ډېری ولايتونو کې د  هلکانو تر څنګ د نجونو مکاتب هم فعاله دي، هر کال د کانکور په ازموينه کې  د هلکانو تر څنګ  په ځينو ولايتونو کې په سلګونو  او ځينو نورو کې بیا په سلګونو نجونې برخه اخلي، چې راتلونکې ته د خلکو هيله او اميد پيدا کېږي.

پکتيکا هم د هيواد له څلور دېرشو ولايتونو له ډلې څخه يواځينی ولايت دی، چې سږ کال  د کانکور په ازموينه کې د نجونو ګډون صفر و، خو د پکتيکا د پوهنې ريس په يوه مرکه کې ويلي دي، چې په ياد ولايت کې د نجونو لس ښوونځي فعاله دي او په هر ښوونځي کې د نجونو شمېر زرو ته رسېږي.

که د پکتيکا د  پوهنې ريس ښاغلي کوچي ځاځي څرګندونو ته فکر وکړو، نو پکتيکا رښتيا هم د تعليم او زدکړې په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی، هر څوک په داسې پرمختګ خوشاله او هيله مند کېږي.

 که د کوچي  ځاځي خبرې حقيقت درلودلی، نو نن به د پکتيکا له ولایت څخه هم په لسګونو پېغلو د کانکور ازموينه ورکړې وای ، خو داسې هيڅ هم نشته.

کوچی ځاځی هم ښايي ملامت نه وي، ځکه چې هوايي مکاتب د هيواد په ټولو ولايتونو کې شتون لري، نو پکتيکا هم د هيواد يو سرحدي ولايت دی، نو هلته به هم د هوايي مکتبونو  شمېر زيات وي.

دا چې د دولت په اډانه کې  فساد کومه نوې  معما نه ده، چې څوک يې په ځواب ورکولو حيران شي، خو دا چې کوچي ځاځي په حقيقن نه ولاړه مرکه   د پکتيکا د غيور ولس په سترګو کې د خاورو شيندل دي ، د ياد ولايت  په اداري تشکيل کې د نورو ولايتونو د کارکوونکو شمېر زیات دی، نو خود به همدغه کسان د خپل جېب په لټه کې وي، هغوی ته  نن د کار فرصت  په لاس ورغلی دی، هغوی  له سبا وېرېږي، هسې نه  سبا بې دندې ورځې وي او دربدره وګرځي، نوځکه نن لا د خپل جېب ډکولو او د  بیت المال په پيسو د خپلې خېټې د پړسولو په فکر کې دي.

په پکتيکا ولايت چې ډېر شمېر نورې ستونزې هم په مخکې لري، خو په دې وروستیو کې د کوچي ځاځي خيالي مرکې د خلکو احساسات را پارولي دي، هغوی فکر کوي، چې د پوهنې تجارانو خو د  پکتيکا مېشتو ولسونو د مېرمنو په نوم د راغلو پيسو څخه هم ګټه پورته کړې ده، په ټول ولايت کې د ښځينه زده کوونکو شمېر سلو تنو ته هم نه رسېږي.

دا چې له يوه لوري په هيواد کې د ښځو پر وړاندې د کورني تاو تريخوالي قضيې  له ورځې بلې ته ډېرېږي، په صحرايي محکمو کې  يې محکمې تر سره کېږي، پوزې ترې غوڅېږي.

له بله لوري يې د پوهنې چارواکي لا د تيارو منځ ته ورټېل وهي تر څو د پوهې له خواږه نعمت څخه بې برخې او په راتلونکې هم د پکتيکا والو مېرمنې د سواد له زدکړې څخه لرې پاتې شي.

 په ولسي جرګه کې د پکتيکا د خلکو استازو، د پکتيکا د ولايتي شورا درنو غړو، د پکتيکا والي  صاحب  د ښاغلي کوچي ځاځي دغه خيالي مرکه  پکتيکا والو ته د زغم وړ نه ده، باید کوچی ځاځی د دغه مرکې په تړاو وپوښتل شي.

همدارنګه ولسمشره! پکتيکا هغه ولايت دی، چې ټولې رايې يې ستا صندق ته اچولې وې، نو نن د پکتيکاوالو دغه ستونزو ته د حل لاره پيدا  او پکتيکا ته د حقيقت موندنې لپاره يو با صلاحيته پلاوی راولېږه تر څو دغه ستونزې ته د پای ټکی کېښودل شي.

پکتيکاوالو ته په يوه اداره کې هم فساد د منلو وړنه دی، خو د معارف او پوهنې په برخه کې فساد ملتونه د تاريکۍ کندې ته غورځوي، چې هغه مهال به بیا ټول مسوولیت ستاسو چارواکو په غاړه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *