تاند، یکشنبه، د عقرب ۱۹مه: دفاع وزارت په یو هوايي برید کې زابل لپاره د طالبانو د یو مهم او خطرناک قومندان د وژلو خبر ورکړی دی.

 د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي تاند ته وویل، ملا حمدو چې د زابل په شینکۍ ولسوالۍ کې د طالبانو نظامي مسوول او خطرناک ترین قومندان و، له خپلو دوو ساتونکو سره د افغان ځواکونو په برید کې وژل شوی دی.

 د ښاغلي احمدزي په خبره، ملا حمدو له القاعدې سره نږدې اړیکې لرلې او د زابل ولایت په کچه یې ګڼو  بریدونو، ماین چاودنو، ځانمرګو او د زابل د موټر بم پیښې پلانوونکی و.

دا په داسې حال کې ده چې شاهین قول اردو نن سهار ادعا کړې وه چې په فاریاب کې یې د طالبانو قاضي، د سرې قطعې قومندان او دوه ازبکستانیان هم وژلي دي.

خو طالبانو تر اوسه ددغو پیښو تاییدنه دی کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *