تاند، دوشنبه، د عقرب ۲۰مه: افغان هوايي ځواکونو په پکتیا ولایت کې د احمدخېلو لپاره د طالبانو د ولسوال په ګډون درې مهم قومندانان وژلي دي.
د پکتیا د والي ویاندعبدالله حسرت تاند ته وايي، برید د ځاځي اریوب ولسوالۍ په روکیان سیمه کې شوی دی چې په ترڅ کې یې د احمدخېلو لپاره د طالبانو ولسوال مولوي میرزاجان، په ځاځي اریوب کې د طالبانو سیمه ییز قومندان الله یار او یو بل سرګروپ قاري حبیب له څلورو ساتونکو سره یو ځای وژل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د پکتیا ولایتي ادارې د یوې خبرپاڼې له مخې هم تېره ورځ څلور پاکستاني وسله وال په څمکنیو ولسوالۍ کې د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
طالبانو لا په دې تړاو څه نه دي ویلي.