د مرحوم شهید محمد داؤد خان لوړه مقوله الهام راکوي چې لوی کارونه په هډور «هوډ» سره کېدای شي، هډور «هوډ» د سترو خلکو ځانګړنه ده او ستر خلک د روښانو ذهنو و ژورو افکارو لرونکي وي او د همدغه حقیقت پر بنسټ، د ودان افغانستان ګوند سیاسي طرزتفکر تدوین شوی دی، ځکه نو د دغه منضبط و منسجم ډسپلین منسوبین، خپل دغه فکري سیسټم، هم د شکل و ماهیت، هم د تطبیقي میتود له مخې، په افغانستان کې بې جوړې ګڼي او کلک باور لري چې نتیجه به یې، په حتمې توګه، د افغانستان ودانې و ښېرازې را وځي.
موږ ته دا جالبه ایسي چې کله- کله ځیني کسان، موږ په دې منطق، له نورو سیاسي جریانو سره ادغام یا هماهنګۍ ته ور بولي چې ګواکي کړنلارې مو سره یو او یو د بل کاپي دي؛ د دوی په اند، بیا نو څه ضرور چې ماهیت مو یو، خو شکلونه مو بېل دي؟
دا زموږ د ګوندي اصولو حکم هم دی چې له همرنګو و همفکرو سیاسي سیسټمو سره، د یووالي تر بریده، د نژدې کېدو هڅه کوو او دا هم منو چې له بده مرغه، په افغانستان کې، د اکثرو ګوندو کړنلارې یو د بل کاپي دي او هغه هم زیاتره غیرعلمي او له افغاني ټولنپوهنې سره ناآشنا! خو پر موږ اعتراضوالو ته، له دې امله دا سوء تفاهم ور پېښ دی چې اصلاً یې د (و.ا.ګ) کړنلار لوستې نه ده؛ موږ خو به د بل هر چا غوندې، د هغې اصطلاح مطابق چې «هیڅوک د خپلو شلومبو خوند خراب نه بولي» دا ادعا کوو چې زموږ سیاسي فکر و عمل، منحصر بفرد دی، خو په دې توپیر چې موږ دا جرئت هم لرو چې د خپلې سیاسي تیورۍ په وړاندې، بل هر ګوند چلینج کړو؛ مباحثې و مناظرې ته یې را وبولو؛ هر منتقد یې، په ښکاره پر کره کتنه مجبور کاندو او هر لوستونکی و کتونکی یې، له نورو کړنلارو سره پرتلې ته وهڅوو او د بې پرې و منطقي نتیجې لپاره یې، د آزادۍ په ټوله مانا، زمینه سازه کاندو.
یووار بیا، په ډاډ اعلانوو چې نورو به زموږ له سیاسي- فکري سیسټمه نسخه اخیستنه کړې وي خو موږ له هیچا کاپي نه ده پورته کړې، بلکې دا زموږ د ځوانو افغاني روشنفکرانو، د کلونو اوږدو علمي څېړنو او فکري ریاضتونو منطقي نتیجه ده.
په زړه پورې ده، هغوی چې زموږ د سیاسي تیورۍ و پراتیک له جوهره خبر دي او کومه ځانګړې نیوکه نه شي را واردولای، هغوی ته بیا د ودانۍ دا کار او دا پیکار ارماني ښکاري؛ نیوکه یې دا ده چې دا و «مدینه فاضله» ته د رسېدو لپاره، یوه پیامبرانه هڅه ده چې د دوی په باور، هیڅکله به په حقیقت بدله نه شي، خو موږ ته دا نقد هم مورال بخښونکی دی، ځکه: ښه دی چې ارمان مو انساني دی، وحشي نه دی او لا ډېر ښه چې تلاښ مو پیامبرانه و رحماني دی، شیطاني نه دی؛ موږ دوی ته د متفکر –کارلایل- دا مقوله ور یادوو: «ستر هوډ په پیل کې ناشونی ښکاري.»
زموږ یو شمېر ښاغلو منتقدینو ته خو به، زموږ د افغانستان د ودانۍ په اراده، دا نیولی «هوډ» ځکه لا ډېر ناشونی ښکاري چې موږ پیسې و وسلې، امکانات و ارتباطات، موټرونه و دفترونه او تظاهر و تفاخر نه لرو؛ دوی زیاتره موږ مخامخ او هم پشلا، پر غوږ وهي چې له دې پرته، ترکستان ته روان یاست! خو موږ یې هم ور یادوو چې: که یاد وسایل و مسایل، د یوه ګوند د بریالیتوب تضمین کولای شي/ شوای، نو نن خو به زموږ چپ و راست افراطیون، د پردیو په بې حسابه نازو نعمت کې غرق احزاب، چې دفتري موډ و فېشن، موبل و ډیکورېشن او دسترخان و بل هر اکشن یې تماشایي وو/ دی، د بریالیتوب و اعتبار درنې بېلګې وای؛ د دولت و مملکت پرستېژ به مو پر ځای وای؛ ثبات و امنیت به مو تأمین وای؛ ډیموکراسې به مو تر ګردو دروند سیاسي ارزښت وای؛ بشري حقونه به مو خوندي وای؛ د پردیو له احتیاجه به خلاص وای؛ نړیوال حیثیت به مو ساتلی وای او د یوه آزاد و متمدن هیواد مالکان به وای، خو (وای- وای) چې اوس مو د دوی له لاسه، چې د خپلو پر ځای، پردیپال وختل، پایله دا چې نن مو هر څه، د یادو انساني ارزښتو برعکس دي؛ د نورو د پردیپالو سیاستو په تاریکه کې، دې تراژید وضعیت، را زده کړه چې:
زه دې وچ هډوکي شپېلم خو ملت مې دې سلطان وي
دا زما د سخن سیوری په معنی کې همایون کړه
حمزه بابا
متل دی چې: «پیشي د خدای لپاره موږک نه نیسي» هوکې! نور خو نو لازیات زباد ته ضرورت نشته او ښه پوه شوو چې د ناقانونه خارجي ارتباطاتو و امکاناتو په زور، رامنځته شوي کوندونه و سیاستونه، څنګه یوه ملي- انساني فاجعه زېږوي؟ نور نو ټول افغان ولس، په هره سا او سلول- سلول حس کړه چې زموږ کمونیسټي و اخواني ګوندونه و تنظیمونه، چې ډیزاین و ارمان یې پردی و بهرنی وو، څنګه یې زموږ غونډه، پنځه زره کلنه مادی و مانیزه هستې، په سپېره نېستې را الیشه کړه؟
بیا هم متل دی چې: «پردی کټ تر نیمو شپو وي.» ودان افغانستان ګوند خیانت نه کوي چې له دې دومره ښکاره و لاس په لستوڼی تجربو سره- سره، بیاهم، د خپل ملت د آرام په شعار، پردی پالنګ انتخاب کاندي، بلکې مبارزه کوي چې په خپل مغز، خپل تفکر، خپلو امکاناتو او خپلو لاسو ور ته خپله کیږدۍ و جونګړه هومره باعزته و باثباته کړي چې پر هیڅ رنګه بېګانه کټونو یې ور نه کړي او په پای کې یې، په داسې درنو وطني چپرکټو ور بدل کاندي چې هر، د باندني پالنګ خاوند یې د لرلو ارمان ولري او دا موږ ته تر هر څه زیاته ممکنه چاره مالومیږي؛ ځکه، له یوې خوا، موږ په خپله سیاسي نسخه کې، په دقیقه توګه دا تشخیص وړاندې کړی چې هیواد مو د هراړخیزو فرصتو و ظرفیتو څخه سرشار او مالامال دی او له بله اړخه، زموږ «هوډ» هسې سُست «هوډ» نه دی؛ ممکن ډېرو ته هسې بې موډه «هوډ» وایسي خو موږ ته یې د بري نښې وختي لا را تر سترګه شوي دي، ځکه (و.ا.ګ) په افغاني ټولنه کې، اوس په دې نوم مشهور شوی چې هر د شعور، سواد او فکر خاوند افغان چې ګورې نو بیا یې د دغه ګوند غړیتوب اخیستی وي؛ نه یوازې یې په عضویت ویاړلی وي، بلکې د غړیتوب اعلان یې، په افتخار سره، پر خپله فیسبوکپاڼه خپور کړی وي؛ چې دا منحصر بفرد حقیقت به، زموږ منتقد وطنوال څنګه تعبیر و تحلیلوي؟ موږ ته خو زموږ د متعهدو هیوادوالو، د هغه کلک ملي- انساني «هوډ» منطقي نتیجه ښکاري چې د دنیا لویو خلکو یې، په باب، داسې آبدارې مرغلرې را پرېښې دي: انساني «هوډ» د هغه د برخلیکونو تر څنګ ولاړ دی او د بشپړتیا څرخ یې تاووي./ فیساغورس
د دوه زړیو بری نه وي./ ناپیلیون
که «هوډمن» یې چې یو څوک شې، یوه ځای ته به ورسېږې!/ دریځ
ما غوښتي ول چې یو څوک شم، دا دی نن مې ټول پېژني./ هیټلر
لا ماشوم وم چې د لویوالي «هوډ» راسره وو./ هوګو
د پیاوړي «هوډ» په لرلو، د هر څه خاوندان یاست./ ګویته
د «هوډ» خاوند ته، هیڅ ناشوني نه دي./ میرابو
د «هوډ» په مرسته، له بدبختۍ و سُستۍ سره وجنګېږئ!/ حضرت امیر
بې پروایې کمزورې ده./ کولرل
پرلپسېوالی موخه را لنډوي./ شیللر
بری د هغو وي چې تر نورو کلک «دریځ» لري./ ناپیلیون
«هوډ» نیول تر هرڅه سخت دي./ ناپیلیون
که د عدالت پر لار وښکنځل شوئ! یا مو تاوان ولید! خدای ته وګورئ! مه ځورېږئ! وخاندئ! او خوښ اوسئ!/ ډاکټر مارډن
یوازې لوی رنځ دی چې لویوي مو!/ حضرت علي (ک)
که پر اول کام بری تر لاسه کېدای نو هڅې ته به اړتیا نه وای./ موریس میترلینګ
پرېږدئ! هره سختې چې غواړي یې، پر موږ دې یې راولي؛ که موږ د کلک غبرګون وړتیا ولرو، نو دا سختې را ته ګټوره ده./ هرمز
زه به برخلیک له ګرېوانه ونیسم، پرې به نږدم چې هغه د ژوندانه په وړاندې زما سر ټیټ کړي./ بتهوون
هغه څوک چې هره ورځ پر یوه ډار برلاسی نه شي، د ژوندانه لوست یې نه دی زده کړی./ امرسون
کلک «هوډ» زمانه اړولای شي./ شاتوبریان
هغه زلمی چې وړتیا یې کمزورې او «هوډ» یې پیاوړی وي، تر هغه چې ډېره وړتیا او کمزوری هوډ لري، بري ته نژدې دی./ ډاکټر مارډن
د سیند د بهېدو مخالف لوري ته لامبو کول، زړه او ځواک غواړي؛ که نه، د سیند له بهیر سره سم خو مړه کبان هم تلای شي./ سمایلز
د هوډ سُستې مو د کمزورۍ لامل دی، که نه، انسان تل د هغه څه لپاره، چې په کلکه یې وغواړي، پوره ځواک لري./ ژان ژاک روسو
«هوډ» داسې ځواک دی چې پرټولو ځواکونو واکمنې لري، خو چې د پوهې له ځواک سره ملګری وي./ بوفون
د «هوډ» په سینه کې بې شمېره مرغلرې شته؛ هغه چې غواړي د ژوندانه رښتینې مانا و پېژني، دا مرغلرې دې را وباسي او ودې یې کاروي./ ژان فینو
زه د لټۍ له لارې دغه مقام ته نه یم رسېدلی، زما د ژوندانه تګلار تل دا وه چې له ستونزو او خنډونو سره وجنګېږم او پر بریالی شم./ بورک
«هوډ» مو هر ځای ته رسولای شي./ لافونتن
بې اسرې قربانې، ستره انساني ښېګڼه ده./ لوفري
«هوډ» چې غښتلی وي، نور نو شرایط دومره ارزښت نه لري./ ګویته
نیمګړی هوډ، تل د خبرو په بڼه ځان څرګندوي؛ غښتلي «هوډونه» د عمل پر ډګر څرګندیږي./ ګوستاولوبون
ولې «هوډ» دومره سخت او هیله دومره اسانه ده؟ ځکه چې په «هوډ» کې ځواک نغښتی او په هیله کې کمزورې./ لیندنر
ویکټور هوګو لا پنخلس کلن وو چې په خپلو یادښتونو کې یې لیکلي ول: «زه غواړم (شاتوبریان) و اوسم یا هیڅ نه اوسم.» همدا وو چې تر هاغه نومیالي هم ښه وځلېد./ دریځ
چې نیولی مې دا «هوډ» د ننګ و نام دی
که له خپله «هوډه» واوړم کنیزک یم
خوشحال خټک
د انسان و حیوان تر منځ ستر توپیر په پوهه و فکرکې نه، بلکې د «هوډ» و اختیار په لرلو کې دی./ ژان ژاک روسو
په ټولو هغو ځانګړنو کې، چې له ځان روزنې سره مرسته کوي، یوه هم، د «هوډ» په پرتله ګټوره نه ده./ پوشه
ځواک و «هوډ» د لوړو اخلاقو بنسټ دی./ سمایلز
«هوډ»، تر هغه چې و نه کارول شي، وده نه مومي./ سمایلز
د «هوډ» روزنې تر ټولو غوره شېبې د ځوانۍ ورځې دي./ لاک
زما «هوډ» په کار کې هیڅ خند و ګړنګ نه پېژني./ موسولیني
کلک ګامونه د بریالیتوب لار ژر لنډوي./ ډیسراییلي
که پر خپل بري باور لرئ! بریالي به شئ!/ ډاکټر شوارتز
همدا چې د یوې هیلې د لاسته راوړو «هوډ» وکړو، یو اوچت ګام مو پورته کړ./ سرفوسټر
د لوړتیا لار ډېرې لوړې- ژورې لري./ سنه کا
زموږ په کار کې د «خو» ټکی نشته، ځکه موږ ډاډ لرو چې هرو- مرو بری مومو./ نلسن
تر هغه چې د لوړ همت خاوند، لوړ ځای ته نه وي رسېدلی، له هڅو لاس نه اخلي./ کلیله و دمنه
په ځوانۍ کې مې وغوښتل چې نړۍ مې وپېژني او ور ته ګران واوسم، همدا چې نوم مې یاد شي پر ټولو اغېز وکړي او نړیوال تر ما را چاپېر وي او د یوڅه له امله مې وستایي./ تولستوی
نهیلې د ګور پر لور لومړنی ګام دی./ ناپیلیون
هغه څوک چې مهال ته انتظار باسي، له لاسه به یې ور کړي./ ايټالیایي متل
ډېر تېز باد هم، د څا اوبه ښوروای نه شی./ جاپاني متل
«هوډمن» له خپلې خوښې سره سم، نړۍ اړوای شي./ ګویته
په خدای لوړه کوم، که ټول عرب را ته پر یوه خوا شي، زه به هیڅکله شا ور و نه ګرځوم./ حضرت علي (ک)
کله چې د ودان افغانستان ګوند، «هوډمن» ځوانان، د دا دومره نړیوالو متفکرانو، د فکر په تله کې درانه زباد شي نو آیا پر حتمي بري یې شک کول، خپله د شک وړ نه دي؟
سرلیکنه/ ۱۲۹مه ګڼه/بدلون