د سرطان نړیوال څېړنیز بنسټ (WCRF) به تر اوسه زرګونه څېړنې کړې وي څو له دې لارې داسې خواړه ومومي چې د سرطان مخنیوی وکړي.

د دوی څېړنې په ګوته کوي چې ګیاهي خواړه تر بل هر ډول خوړو ګټور دي او کولی شي د سرطان مخه ونیسي.

د دغو خوړو له ډلې یو هم هوګه ده؛ ډېری کسان له دې کبله چې اوږه تېز او تند بوی لري، له کارولو یې ډډه کوي، خو د هوګې همدا تېز او تند بوی د هغو ګوګردي ترکيباتو ښکارندویي کوي چې د بدن لپاره ګټور تمامېږي.

څېړنو ثابته کړې چې په هوګه کې شته دغه ترکیبات په بدن کې د سرطان مخنیوی کوي، د DNA په ترمیم کې موثر دي او سرطاني سلولونه له منځه وړي.

د هوګې بله ځانګړنه دا ده چې له باکتریاوو سره مبارزه کوي، په ځانګړې توګه (هلیکوباکتر پایلوري) له منځه وړي او د لویو کولمو د سرطان مخه نیسي. (هلیکو باکتر پایلوري) هغه باکتریا ده چې د معدې د زخم او ډېر کله د سرطان لامل کېږي.

د دې لپاره چې د هوګې له ټولو ښېګڼو مو ګټه اخیستې وي، لومړی یې پوست کړئ، ټوټه ټوټه یې کړئ، تر څو په کې شته انزایمونه فعال او ګوګردي ترکیبات یې ازاد شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *