که مبالغه ونه شي شل کاله راباندې حاکم يې، د يوه لوى اکثريت ځمکه دې تر بشپړ اغېز لاندې ده، همدا موده دې دغه مظلوم ولس ته ځان د دې خاورې مسوول او غمخور معرفي کړى، د دې لپاره چې هېواد له بدمرغيو خلاص کړې، جنګېږې، خو له زيان او ورانۍ ماسېوا د ګټې څرک دې هم نه معلومېږي.
د دغو کارونو په امتياز کې دې له خلکو پوست و ايست، د خولې مړۍ دې ترې واخيسته، د کار فرصت دې ترې واخيست، ژوند دې ترې واخيست، مشر او رهبر دې ترې واخيستل، عالم او معلم دې ترې واخيستل، زده کړو ته دې پرې نه ښودل، د روغتيا غمه دې ورته ونه خوړه، د کونډو، رنډو، يتيمانو او بېوزلو په کيسه کې نه شوې، د خبرو کولو واک دې ترې واخيست، جلا وطنه دې کړل، کورنۍ دې ور وپاشلې، ذهنونه او روانونه دې ناروغ او له کاره ور و ايستل، کرنه او مالداري دې ور ختمه کړه، لنډه دا چې يو وحشت دې خپور کړ او پايله يې دا شوه چې اوس هغه ولس چې امپراتورۍ ورته لاس په سلام وې، ژوندى خو مړ دى.
دغه لوى اکثريت اوس نه د سيال سيالي کولاى شي او نه د خداى بنده ګي، ځکه د دې ټولو امکانات، وسايل او روحيه دې ترې واخيستل، اوس به نه کافرستان پرې اسلامستان کړې، نه به سومنات پرې مات کړې او نه به کلکته پرې فتح کړې، نه به مکناټن پرې ووژنې او نه به هم برايډن له خاورې پرې وباسې او نه به هم له تور لينګيو پرې ماليات راټول کړې او نه به فارسيانو ته پرې ځواب ورکړې.
د خلکو دا بېوسي به تر هغو وي، تر څو ته پرې مسلط يې. بالاخره وايم که سره له دې دې هم د دغه ولس پر وړاندې نيت سم وي، خو کومه لاره چې تا ټاکلې راساً ترکستان ته تللې او که دښمن يې، دښمن خو هم دومره ظلم نه کوي، نور پرېږده دا ولس، له هغې بېوسۍ چې تا پرې راوستې په خپله د وتو لاره وباسي او بېرته د راپورته کېدو او خوځېدو لپاره ځان ته لګړه ومومي او خپل زخمونه ټکور کړي.