خلک به خپل کار کوي! ډېرې خولې، ډېرې خبري. وایي شرم دی. ولې شرم دی؟ د څه شي شرم؟ هغوی یې په کولو نه شرمېدل، زه یې په ښوولو وشرمېږم؟ پرېږده چې لېونۍ راته وایي. کوم یو خو به ګرېوان کې سر ښکته کړي.
اول یې چې ورکړم ښه خوشاله وم. د ترور زوی مې ښکلې ځواني لرله. مکتب یې خلاص کړی و، پوهنتون ته یې هم امتحان ورکړی و خو لا مالومه نه وه چې څه به کېږي. ترور مې ویل : «زوی به مې ډانګتر کېږي او که ډانګتر نه شي بیا یې د ځانه نه لرې کوم، همدلته په کور، کلي ښه دی. پلار یې دومره جایداد لري چې سرکار ته مو حاجت پاتې نه شي.». ډېرې جرګې مرکې یې وکړې. د پلار مې خوښه وه، خو مور مې نه ښه کوله او نه یې نه کوله. اخر مې پلار هم په تنګ شو، د مور ځواب ته مې یې و نه کتل. ور یې کړم. چې ور یې کړم ترور مې راباندې تر مور هم ډېره مهربانه شوه. ویل یې که هلک طب ته کامیاب شي بیا ورته ژر واده نه کوي چې هلک ښه په ارامه زړه سبق ووایي. را ته خندل به یې: «په درې څلور کاله جامو، جوړو به دې مور را نه نیم پټی وخوري! خو ورک یې کړه، تر تا دې ټول پټی ځار شي!».
هلک په کانکور کې انجنیرۍ ته کامیاب شو. ترور مې په خپله خبره ولاړه وه. یا ډانګتر یا دهقان، بله په کې نه وه. یو اختر لا سم تېر نه و چې واده یې وغوښت. مور مې بیا غلې وه. پلار مې هم نه و نه کړه. واده وشو.
د ترور کور ته چې راغلم، ترور مې په بل مخ واووښته. د واده له اولې ورځې یې را ته په سپکو سپورو شرو وکړه. خپل نوم مې ترې لکه چې هېر شوی و. چې غږ به یې را ته کاوه، ویل به یې «وه، د سپۍ لوري، بیا چېرته ورکه شوې؟»
د مني شپې وې، د کوکنارو له پاره وترې کېدې. سړي به ټوله ورځ په پټیو کې وو. یوورګانې مې هره یوه له خپلو ماشومانو سره بوختې وې. ما ته یې د واده په سبا نیم من اوړه مخې ته کښېښودل چې دا واغږه. ما اورېدلي وو چې د واده اولې میاش��ې د راحت شپې وي. ما په دویمه ورځ، په سرو لاسو، اوړه واخښل، کور مې جارو کړ، تنور مې په خاشاکو تود کړ، ډوډۍ مې پخې کړې. یوه د مسلمان لور پیدا نه شوه چې ویلي یې وای: «خیر دی ته په دې کور کې نابلده یې، زه به درسره کومک وکړم.»
مور مې چې دریمه راوړه سترګې یې پړسېدلې وې. نوره یې په خبره پوهه نه شوم خو همدومره مې واورېدل چې : «اوس به دا کوکرۍ زما بدل، له تا نه واخلي!». مڼډه یې کړه، په سلګو سلګو له کوره ووته.
په څلورمه ورځ، چې د سهار له لمانځه وروسته، د چایو جوشولو له پاره خاشاکو پسې انګړ ته ووتلم، په سړو اوبو لامده وېښته مې په بدن بد ولګېدل، ويې لړزولم. د خواښې مې را ته پام شو. په لاس کې يې چایجوشه نیولې وه. ندرور مې ورته د اوداسه له پاره اوبه تودې کړې وې. په مخ یې راګوزار کړه. د خدای احسان و، په مښوکه یې و نه لګېدلم که نه په وینو به یې لمبولې وای. غومبري مې له درده اور واخیست. جامې مې لمدې خیشتې شوې. خواښې مې سترګې پټې کړې، خوله یې خلاصه کړه، ټول کور یې راباندې راټول کړ:
- د سپۍ لورې، ښځه نه یې سمه سپېمه یې! سړېدل دې نه شته. هر سهار لامبې، هغه هلک خوارکی به را ته د کاره وباسې! و ګوره په دې درې شپو کې دې داسې توی کړ لکه خزان وهلی نیالګی! نه شرم، نه حیا! لکه د ټولې دنیا تاو یې چې په تا کې اچولی وي.
زه حیرانه ولاړه وم. شاوخوا مې د کور ماشومان، ښځې او نارینه ټول د بوتانو غوندې بې دمه وو. د چا له خولې سپڼ نه خاته. ما مې خاوند ته وروکتل. هغه سترګې لاندې واچولې. کرکه مې ترې وشوه.
ورو ورو پوه شوم. دا ترور مې د مور میره ییزه کشره خور وه. په ماشومتوب کې سره ډېرې ورانې وې. مور مې پرې زوروره وه، په نه بهانه به یې ډبوله، تل به یې ورته د «سپۍ» په نامه غږ کاوه. بیا په ټوله ورځ د دواړو میندې سره لاس او ګرېوان وې. د میندو له مړینې وروسته دواړه خویندې سره ښې خوږې شوې، خو لکه چې ترور مې کينه په زړه کې ښخه کړې وه، زما له پاره یې ښه توده، ښه تېره ساتلې وه. ورځې همداسې تېرېدې. یوه ورځ مې چې ترور یوازې ولیده، ورو یې خواته ورنېږدې شوم. لاسونه مې یې له غاړې تاو کړل، مخ مې ښکل کړ. ورته مې وویل:
- ترورې، یوه پټه خبره درته کوم. دا دویمه میاشت ده چې عادت مې نه دی راغلی!
زه په تمه وم چې ترور به مې په غېږ کې ونیسي، ښکل به مې کړي، زېری به راکړي. خو دا د نورو خواښیانو غوندې نه وه. داسې یې ټېل وهلم چې دوه درې قدمه اخوا پر ځمکه ولوېدلم. ما لا ځان نه و راټول کړی چې دا بیا رارسېدلې وه او زما ملا او خېټې ته یې لغتې ونیولې. دومره یې ووهلم چې بیا د خوزېدو نه وم. چې ښه ستړې شوه، پرې یې ښودم. نندریندو او یوورګانو مې په غېږ کې تر کټه ورسولم.
ما فکر کاوه چې په ملا او سپوغزو کې درد مې د وهلو له امله دی. ماسپښین مهال مې پام شو چې وینه راغله. دردونه مې نور هم زیات شول. د خواښې له وېرې مې دمه هم نه شوه کولای. مازیګر را نه یو وړه ټوټه غوښه ولوېده. د یوغټ توټ په اندازه یو شی و. ورته مې وکتل. لاس او پښې، ان چې ګوتې یې هم ښکارېدې. په یوه ټوټه کې مې تاو کړ. نېغه ورغلم، ترور ته مې په مخ کې کښېښود. هېڅ مې ونه ویل، غلې ولاړم په بستره ننوتم. هسې هم دردونه نور د زغملو نه وو. خوب یوړم.
تېر مازیګر راپاڅېدم. هماغسې دردونه وو. ګومان مې کاوه چې یوه ورځ، دوه خو به مې ارامه پرېږدي. خو خدای زما د ترور په سینه کې د زړه پر ځای د دوزخ کاڼی ایښی و. چې څرنګ یې ولیدلم راغږ یې کړ:
- وه دسپۍ لورې! ورشه هاغه د غوړیو بوشکه راواخله!
پینځه کیلویي بوشکه د رپ له پاسه ايښې وه. زما تر قد یو څه پورته. د پښو په څوکو ورجګه شوم خو خدای شته چې د تر نامه لاندې ټوله یو درد وم. ملا مې نه شوه سمولای. چې بوشکه مې راونیوه، په ملا کې مې څړیکه شوه. نوره نه یم پوهه شوې خو یو وخت مې کتل چې د غوړیو بوشکه پر ځمکه پرته وه. غوړي ترې بهېدل. خواښې مې راورسېده. له قهره سره ایشیده.
- ښه! ته د سپۍ لور اوس غواړې چې ما په کور کلي کې وشرموې! زه به تا ته وښیم چې شرمول څه ته وایي!
پینځه دقیقې لا به لا تېرې نه وې چې د کلي له نایي سره بېرته راغله. هغه خوارکی ورته په ټيټ غږ لګیا و:
- خیر دی ترورې، وبال دی، خپله وینه دې ده، پرې یې ږده، ښځه ذات دی، ماشومه ده، یوه خطا ترې شوې، دا کار مه کوه…
دې هېڅ هم و نه ویل. راغله، زما شا ته کښېناسته، زما لاسونه یې دواړه شاته واړول. په خپلو لاسونو کې یې داسې ټینګ کړل چې نور دردونه یې را نه هېر کړل. نایي ته یې وویل:
- بسم الله!
هغه بیا د څه ویلو کوشش وکړ خو دې يې په یو دوه سپکو خبرو خوله ور ټپه کړه. چاړه یې راووېسته. په یوه شېبه کې یې زما سر داسې وخرېیه لکه چې هېڅکله پرې چا وېښته نه وي ليدلي.
ماښام یې په خپله کوټه کې بندۍ کړم. د شپې مې خاوند هم کوټې ته را نغي.
د کوکنارو للنونه پیل شوي وو. خلک به جوپې جوپې په پټيو کې په للون بوخت و. چې سهار لمر راوغوړېد، ما مې خپل په وینو لړلی پرتوګ واغوست، پړونی مې له سره وغورځاوه. پټیو ته ورووتلم. د للون هرې ډلې ته به ودرېدم: «پلانۍ ترورې یا پلانی کاکا، ته وګوره چې زه مې ترور څنګه ښایسته کړې یم!»
ډېرو را ته وویل چې شرم دی، ځه خپل کور ته. هغې ته دې خدای جزا ورکړي. خو زه یې نه منم. چې هغوي ته مې د سر په خرېیلو ځان بد نه ښکارېده، ما ته ولې د خپل خرېیلي سر په ښودلو ځان بد ښکاره شي. بیا اوازه شوه چې پر خوارکۍ یې خواښې سر خرېیلی، اوس لېونۍ شوې ده. قسم که تر ما به لا بله هوښیاره په دې وطن کې وي!