هوښیار ذهن هغه پوه او ويښ ذهن دی، چې په ورځنیو چارو کې ور څخه ډېره ګټه اخیستل کيږي. هوښیار ذهن د موخې درلودونکی، شنونکی، منطقي او انتقادي دی چې واقعیت ته په کتو پرېکړه کوي. دغه ذهن معلومات له سرچینو څخه اخلي، په اړه یې فکر کوي، په ذهن کې یې له شته معلوماتو سره پرتله او وروسته پرېکړه کوي. هوښیار ذهن هغه ځای دی، چې یوازې نوي معلومات پکې ذخیره کيږي.
(دینل کاهنمان) په خپل تر ټولو ډېر پلورل شوي کتاب (چټک او ارام تفکر) کې لیکي، تاسو په دوه ډوله له خپل هوښیار ذهن څخه ګټه اخلی. لومړی ډول یې چټک تفکر دی، چې دې ته ذاتي تفکر هم وایي. چټک ذهن داسې دی لکه له ګڼې ګوڼې په ډګه لاره د موټرو چلول، چې ډېر کله پکې سملاسي پرېکړې او عمل ته اړتیا وي. له دې ډول ذهن څخه تر ډېره په ورځنیو چارو کې ګټه اخیستل کيږي. تاسو له دې ذهن څخه د ورځنیو چارو لپاره لکه ټليفوني اړیکې ته ځواب ورکولو، ايمېل ځوابولو او مخامخ خبرو کولو کې ګټه اخلی.