له یوه ملګري سره مې نن ډير بحث وکړ. دافغانستان داولس په دویښتابه په اړه مو خورا توند او تریخ بحث درلود بحث مو ډير وکړو خو نن راته یوه خبره ډيره دپام وړ وګرځيده په ۲۱ پیړئ کې د نړئ قامونو بنیادي او بنسټيز پرمختګونه وکړه هم ېې خپل حکومتونه جوړ کړل او هم ېې دکار او پوهه خلک خپلې ټولنې لخوا دخدمت لپاره په ګوته کړه نه یوازي په ۲۱ پیړئ کې د سیاست په دي سلسله کې هوښیار او بیداره قومونو خپل سرنوشت وټاکلو بلکې په ډيري هوښیارئ سره ېې د راتلونکې نسلونو لپاره هم ډير ستر کارونه وکړل. پدي دومره تغیراتو کې او نوري نړئ ته په کتو سره دافغانستان اولس ولي شعوري نشو او ولي ېې دنورو قومونو سره یو ځائ رفتار ونکړو ستونزه په ملت کې ده او که هم ستونزه په دملت په رهبرۍ راځئ لږ شان عمیق فکر وکړو رهبران د یوې ټولنې محصول وي ملت وي چې ټولنې ته رهبر ورکوي ملت وي چې دټولنې لپاره رهبر روزي په افغانستان کې دا ستونزه ولي موجوده ده چې نه مو رهبري د خوند ده او نه مو هم دملت خونده شته په تیرو څولسیزو جګړو کې که مونږ وګورو نو ملت د قوم او ملک دپاره ډيره زیاته مبارزه کړیده ملت سرښیندنې کړي ملت قرباني ورکړي معکوس ددي چې بیا رهبرانو همیشه وطن ته زیان رسولئ قوم او ملک ېې د بحران سره مخ کړیدي نه ېې هم دځان حفاظت کړیدي او نه هم دملک اوس خبره دلته بیا په ملت کې راغله همدا ملت وو چې په تاریخې لحاظ که مونږ وګورو نه جوړ تیار حکومتونو ېې چاپه کړیدی روغ او جوړ نظام چې انګریز هم ورنه یردو همدي ملت چپه کړه ملت کې دا شعور نه وو چې دا زمونږ حکومت دي او هم زمونږ لپاره په تاریخې لحاظ او په منطقي لحاظ ملت دنده داده چې دخپلو هیوادنیو ګټو لپاره هر ډول قرباني ورکړي ددي مطلب دا نه شو چې دا کار دي دیو ځل لپاره وکړي ملت مکلف دي چې دخپل هیواد نه ساتنه وکړي راځم خپلې خبري ته دا زه منم چې دافغانستان دتباهئ او بربادئ لاملین زمونږ یو تعداد درغلګر او اقتدار پرسته مشران وو چې دخپلو شخصي ګټو لپاره هیواد دبحران سره مخ کړو ډيري ګډوډئ ېې جوړي کړي هیواد ېې په څو ټوټو تقسیمولو هڅه وکړه ملت ېې در په در خاوري په سره کړو هیواد ېې پدي دور کې دترقئ ټکنالوژۍ او ولسواکئ نه وساته او هم ېې په تاریخ لحاظ خپل هیواد او خپل نومونه بدنامه کړل خو زه حیران دي ملت ته ېې یم چې هیڅ ویښ نشو؟
دا زه منم چې اولس په خبره پوهول غواړي اولس کار غواړي او پدي ورستو کې هیچا هم د ملت د ویښتابه لپاره داسي یو ګام پورته نکړو چې په هغې کې دملت خیر وي خو ملت هم هيڅ ونکړه کله چې انګریز په هند حکومت کولو نو په هغه وخت کې ګاندهی دعدم تشدد لاره خپله کړه او اولس ته دشعور ورکولو لپاره ېې په عملي لارو چارو پیل وکړو ګاندهي په کم وخت کې وتوانیدو چې خپل اولس هوښیار او په خبره پوه کړي اولس هم کم اولس نه وو هم په خبره پوهیدو او هم دخپل رهبر په ارزښت همدا مهال ستر مشر باچا خان بابا هم مبارزه کوله خو همدي قوم بیا کار ته نه پریښودلو ورپسي به راپورته شو او د ځپلو هڅه به ېې کوله په همدي ورته وخت کې زمونږ په هیواد کې امان الله واکمن وو اولس راپورته شو او امان الله خان ېې له واکه ګوزار کړو چې بچی سقاو غازی امان الله خان په ځائ واکمن شو چې بیا اولس لاسونه سره یو کړه او دسقاو حکومت ېې دنادر خان په لاسو چپه کړو خبره ډيره منطقي او شعوري ده اولس رابطه د رهبرانو او سیاسونو سره تړلي ده اولس ته باید شعور او فکر ورکړل شي خوپه افغانستان متاسفانه دا ادراک تراوسه نشته چې داولس مسولیتونه اولس ته څوک په ګوته کړي په سیاسي لحاظ دا مسولیت د ګوندونو او احزابو جوړیږي چې دملت ذهن دملي ګټو لپاره جوړ کړي تعریف کړي ورته او ددفاع او ساتنې سپارښتنه ورته وکړي همیشه ورسره په رابطه کې وي احوال نه ېې ځان خبر کړي خپل پروګرامونه ورته وواېې خپل فکر ورته بیان کړي او خپل پلویان پیدا کړي چې په منظم او فکري لیکو کې سره یوځائ دخپل هیواد دسوکالئ لپاره کار وکړي خو ګوندونه او احزاب دا کار بیښي ونکړو کول خو ېې لا پریږده آن تاوان ېې ورته ورسولو اولس سره رابطه او ساتل درهبرانو دنده رهبر باید عملي او علمي نظریاتو او کارونو نه خپل ملت با خبره وساتي او هم اولس ته چې دخپل ځان لپاره لید لورئ ولري.
تر ډيره بریده په ۲۱ پیړئ کې دا منطق هم درست ندي چې مونږ دي دخپل ورستوالي پړه په نورو واچوو تر مونږ په نورو ملتونو او اولسونو ډير سخت او ستونزمن حالات تیري شوي بنیادونه ېې خرابه شوي خو بیا ېې هم هڅه کړي چې په خپلو خپو ودریږي هر سړی ته الله ج عقل منطق او شعور ورکړي ددي منطق او شعور نه په استفادي سره باید دخپلو ارزښتونو نه ساتنه وکړي نه یوازي په شعاري توګه بلکې په عملي توګه دخپل هیواد دسوکالئ او سرفرازئ لپاره خپل فردي مسولیت او ټولنیز مسولیتونه وپیژني او هم نور پدي مسایلو پوه کړي.