ذبیح الله وردګ

يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِير
ژباړه: ای خلکو! ما تاسې له یو نر او ښځې څخه پیدا کړي یاست او تاسې مې پر شعبو قومونو د پيژندګلوي په خاطر ویشلې یاست خو د الله په نزد بهتره کس د تقوا څښتن دی بیشکه چې الله ډير علیم او آګاه ذات دي.

دا چې نن سبا په جنګ ځپلی هیواد افغانستان کې د افغان په کلمه په خپله د افغانانو ناندری روانۍ دي یو شمیر بی ننګه بی غیرته د پردیو مزدوران نه غواړي چې خپله پیژندنه د افغان په نامه وکړي خو دا ضد تر ځان نه محدود کوي غواړي ټول با غیرت افغان اولس له دی ستر حق څخه بی برخې کړي، او ټول هغه د میړانۍ تاریخ چې موږ یې د نړي په انګازو کې لرو له منځه یوسئ.

د افغان کلمه پر هیڅ کوم قوم، سمت، ولایت او یا نورو کومو پرګنو پوری تړي کلمه نه ده نه به پښتون دا مبارزه وکړي چې د افغان کلمه یواځې په پښتنو پورې تړي ده اونه هم تاجک او هزاره او نه هم نور هغه درانه قومونه چې په افغانستان کې اوسیږي بلکې د افغان کلمه د ټولو افغانانو مشهور نړیوال نوم دي په نړی کې بیخې ډير خلک داسی دي چې ما د پښتون قوم په نامه نه پيژنۍ او نه هم هغه بل زما ملګری د هزاره او تاجک په نوم پيژنۍ خو کله چې زه هغې ته ووایم چې زه افغان یم مقابل لوری نو راته د پيژنګلوي سر ښکته پورته و خوځوي.

کله چې هر څوک په کومه ځمکه اوسیږي د هغه ځای انسانان لومړي هغه ځمکې ته یو غوره نوم ټاکې او دا په هر مخلوق د الله پوری تړاو لري لومړی الله تعالی ځمکې ته د (الارض) کلمه مناسبه بللې ده آسمان ته د (السموات) او بیا هر یو یې همداسی په فکر او نظر کې ونیسه او بیا انسانانو چې ژوند یې په ځمکه کې دي د خپلی سیمې د پيژندنۍ د پاره هر ډول نوم غوره کړي دی او په همغه نوم يې شهرت تر لاسه کړي دی راځې چې لومړي دا توپير په خپل قران کریم کې چې د الله له لوری نازل شوی کتاب دی و ګورو: په قران کریم کې سورتونه په دوه برخو ویشل شوي، هغه سورتونه چې په مکه مکرمه کې نازل شوي هغه د مکې سورتونه په نامه نومول شوي دی او هغه سورتونه چې په مدینه منوره کې نازل شوی هغه د مدنۍ سورتونو په نامه نومول شوي دي پداسی حال کې چې هر سورت بیا خپل نوم او د ننه هر سورت خپلې مختلفې او ځانګړي موضوع ګانۍ لري راځې همدا د اسلام د کتاب لار تعقیب کړو او دا استنباط به واخلو په هر ځای کې چې د هر چا پیدايښت شوي وي لومړي د همغه ځاي په نامه یادول کیږي او بیا وروسته په نورو برخو ویشل کیږي نو له همدي امله زموږ افغانانو پیدايښت په افغانستان کې شوي دی او موږ افغانان یو دا ځکه تعصب نه دي چې په قران کریم کې هم همدای توپیر له ورایه لیدل شوي دي نو ځکه دا تعصب نه بلکې حق ګڼل کیږي.

که د نړي نورو هیوادونو ته نظر واچوو که هغه ستر قدرتونه دي او که ضعیف امریکا د نړي ستر یو قدرت شمیرل کیږی په امریکا کې هم په زرګونو نور قومونه اوسیږئ خو لومړی چې د هر یو شین سترګې و پوښتې چې د کوم ملیت یې نو لومړی به درته وایی چې (زه امریکایې یم I am American) او همدا شان د هر یو هیواد له وګړي چې و پوښتې هغه به لومړي د خپل هیواد پورې اړوند یو نوم درته اخلې هغه هیواد که کافر وي که مسلمان او که هغه وکړي کافر وي که مسلمان، که سپین پوستې وي که تور پوستې، که شین سترګې وی او که تور سترګې، که ښایسته وی او که بدرنګه چې هر ډول وی لومړي به په ډیر فخر سره ووایې چې زه …………… یم.

له بلې خوا دا تعصب ځکه نه دي چې که چیري اوس پښتنو دا مبارزه کولاي چې نه په تذکرو کې دي د پښتون کلمه راوړل شې او یا هم هزاره دا ویلې چې نه ملیت مو هزاره دي او یا هم تاجک، مګر داسې خو نه ده هیڅ پښتون به دا دعوه ونه کړی چې د افغان کلمه د پښتون نوم دي، بلکی په ډير زړور غږ سره دا وایو چې د افغان کلمه د ټولو افغانانو یو ویاړلې نړیوال نوم دي.

زه افغان عام اولس ته بیخې ډير درناوي لرم او دا یې پر ځان حق ګڼم، اوس دا دروند ولس ډير سخت یو له بل سره پیچل شوي دي یو له بل سره یې د خپلوي ریښې کړي دي او ډیر خواخوږي دوستان لري دا اولس به هیڅکله دی یو څو لاس پوڅو او د پردیو غلامانو ته اجازه ور نه کړي چې دا ستر او ویاړي نوم تری واخلې، زه باور لرم چې دا اولس به دوی ته په خوله د افغان د همت څخه په ډک سوک ګوزار ورکړي او خپله ړنګه خوله به خپل بادار ته وړي، د واخان نه تر نیمروزه د غوره بیا تر اوسنۍ تپل شوي ډیورنډ پوري دا خاوره د افغانانو ده او دا ټول وګړي افغانان دي.
خپله لیکنه همدلته نوره رانغاړم او د الفت صیب په یو بیت خپله د زړه غوټه نوره پرانیزم.

هر څه که کې وژنې خیال او فکر را ته مه وژنه
په دی کې مې وطــن ته لوی تاوان لــــــیدلې دي

لیکونکې: ذبیح الله وردګ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *