«که کرونده کې ګڼه غبرګه وله وسوځېږي
لوګر به ټکنده غرمه کې چېرته دمه وکړي»
احمد تکل
څو ورځې مخکې زما ګران دوست، زما د خوښې وړ شاعر، په ژوند، انسان او نړۍ باندې باوري شاعر، هنرمند او ژورنالست، احمد تکل کابل ته تللی و، فرهنګي دوستانو، د شعر او کار مینه والو یې، د پنځوس کلنۍ په پلمه ده ته لمانځغونډه جوړه کړې وه.
زما هیر دي چې زه به یې له کوم وخت نه پیژنم، خو دومره مې په یاد دي چې دی لا زلمی نه و چې د کابل چاردهي د همراد خان نومي کلي ته به زموږ پلرني کور ته د نرخي وطندار په توګه نه، بلکې د یوې فرهنګي کورنۍ د غړي په توګه را ته.
له هغه وخت نه د ده شاعرانه کاته او زما شوخي ګانې سره لګیدې. شیبې میاشتې کلونه، دریابونه وو، روان وو. داسې وخت راغی چې زما واده و او دی غلی چیرې ناست و، څه یې نه ویل، خو سترګو نه یې خاموشانه شعرونه وریدل. تاند زلمی و پسې ځوان شو، رادیو ته لاړ، بیا یې په تلویزیوني پروګرامونو کې څڼې واړولې او تر هغه وروسته یې د هنرونو په بڼ کې، د کابل پوهنتون په هنرونو پوهنځي کي ګام کیښود، خو څومره چې زه پوهیږم دی دوو شیانو پوخ کړ:
ــ له فرهنګي دوستانو سره ناسته(د پوهنتون او رادیو تلوزیون چاپیریال)،
ــ جدي پرله پسې مطالعې،
لکه د تیرو خوا شینیو په څیر، بیا هم په خواشینۍ سره هماغو سرو، شنو، تورو او سپینو بادونو احمد هم لکه سل ګونو زرګونو او لکونو فرهنګیانو غوندې، د وچې پاڼې په څیر پسې واخیست، د پردیو و طنو د مهاجرت د زهرو مزه یې و څکله، لومړی پیښور، بیا لږ څه لرې سیمو ته لاړ، خو ده له یوه چاپیریال سره هم سازش ونه شو کړای او بیا د خپل وطن او ټولنې په طوفاني حالاتو او څپو کې لکه لامبوزن ور ګډ شو او آخر په پراګ کې رسمي ماموریت او د ژوند او چاپیریال له بدلون سره د ځوانۍ او شاعرانه مستۍ نه لږ څه خاموشي او مرورتیا.
او دا دی د ۲۰۱۵ کال په اګست کې احمد تکل کابل ته لاړ او یو ځل بیا یې فرهنګي یارانو قدر دانی وکړ. یو وار ما هم یوه نرخي ځوان(واحد تابع) ته د هغه دیوه زړورې مقالې(دا دنرخ جګړه د چا ده؟) او غږ اوچتولو له پاره مقاله لیکلې وه:
http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/bahand_a_pa_narkh_ky_benarkhi.pdf
او دې ته خوشاله وم چې دا دی په نرخ غوندې ځای کې هم د چغې د اوچتولو له پاره څوک شته، خو اوس مې د احمد تکل له پاره د یوه بل نرخي ځوان او د ده د کلیوال مقاله، د صفي الله عمرخیل مقاله(زما د کلي شاعر،احمد تکل)
http://www.archive.www.archive.taand.com/archives/54399
ولوستله، د احمد تکل دې کلیوال په ماهرانه او هنرمندانه ډول د احمد هنري فرهنګي فعالیتونو ته اشاره کړې او په داسې ژبه یې بیان کړي چې زه باوري شوم چې د احمد تکل او ده ته ور ته نورو نرخي فرهنګیانو هلې ځلې وړیا نه دي پاتې. هغوی په خپلو شعرونو لیکنو او نورو فرهنګي هلو ځلو داسې بزغلي کرلي چې نن لکه همدې ځوانانو غوندې مسولانه او عالمانه لیکنې کوي. سره له دې چې احمد د کلي د حدودو شاعر نه دی، د احمد شاعرانه روح دومره سر کښ دی چې له کلي، ښار او هیواد نه وزي او د نړۍ او لا نړۍ په باب خبرې کوي.
او په پای کې د احمد د هنر د ثبوت له پاره د احمد تکل د مننې دا خبرې:
« نن له کابله راستون شوم. زړه مې د خوښۍ او مننې له ولولو ډک دی، خو اوږې مې د ځوان دریځ ټولنې د لایتناهي مینې او محبت بار نشي وړلای. د مننې لپاره یې کلمات نلرم.
له ټولو هغو ښاغلو فرهنګیانو چې د وږي په دوهمه نېټه یې د نیمې پېړۍ تکل غونډه په خپلو ویناوو رنګینه کړه، له زړه مننه. نوښت د ځوان دریځ و، خو د ټولو پوروړی زه شوم. دا پور پر ما دی
مننه کابله، مننه ځوان دریځ ټولنې، مننه فرهنګي دوستانو او مننه صدمردې!»
https://www.facebook.com/ahmad.takal.7?ref=ts&fref=ts
کله مې چې د فیسبوک په پاڼه کې د احمد تکل دا خبرې ولوستې، ما هم داسې ورته ولیکل:
«ستا ځواني او شاعرانه تکلونه دې تاند اوسي!
ته ریښتینی تکل یې،
تل له تکلونو سره اوسه،
د صد مردې هره تیږه، هر غر او کمر د شعر غږونه لرې،
برګه کلا، نورې کلاوې، نور کلي، پاس غرونه، جړوبي او نرم «شیرام» هغه چې ما لیدلي …
تل له صد مردې سره اوسه،
تل له «کروندې» سره اوسه،
تل له خپلو ځانګړو انځورو سره اوسه
او تل …
ډیر خواشینی یم چې په داسې یو محفل کې نه وم چې ما ته ایدیال محفل و.
ستا عمر دې ډیر وي تکلو سره
ما ته ډالۍ راوړه انځورو سره!»
زه خو یې داسې انګیرم چې زړو یارانو او تنکیو ځوانانو بیا خاموشه احمد وتخناوه، ده هم وخندل او زما هیله داسې ده چې دی لږ نور هم وخاندې، را بیداره شي ځکه چې که د بل چا وي که نه وي، زما ور نه هیله دا ده چې لږ څه د شعر په پل قدم ګړندی کړي او د خپل ذهن په ښکلو انځورونو موږ و نازوي.زما هیله دا ده چې پر ده باندې حاکمه او مسلطه خاموشي ماته شي او د چوپتیا او ګوشه نشیۍ پردې څیرې ګړي او د چوپتیا له دایرې نه راوزي. ده یو وخت مروره خندا، وچ ډیران ته راوستله:
«ما مروره خندا راوسته په وچ ډیرانه …»
خو اوس یې هماغه خندا له خپلو شونډو نه مروره ده او هیله ده چې دی بیرته ورسره پخلا شي.
دلته زه د احمد تکل د شعر یوه بیلګه وړاندې کوم. دا شعر احمد په یوه ځانګړي محفل کې اورولی و او ویدیو یې زما په شخصي آرشیف کې خوندي ده:
«هو زه په خپله یمه
تر بوړبوکو نه سرګرځنی
تربادو نه ستړی
تر تورې تږی
ترچړې نه وږی
تر داره موړ
ترسلاخۍ نه خړوب
آه
څوک نارې راوهي
په خپله یمه
احمد یم.»
بهاند صاحب، په ګوتو مو برکت شه خدای مو تل ځلانده لره ټولو فرهنګیانو او ادیبانو سره.